شمالي کوریا وایي، توغندیو یي په امریکا کې پوځي اډې په نښه کړي دي.
دا هېواد دغه ګواښ وروسته له هغې کوي، چې د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا په سیمه کې په ګډه پوځي عملیات چې د اپریل میاشتې تر پایه به دوام کوي، پیل کړی دی.
شمالي کوریا وایي، د دوي د ستراتېژیکو توغندیو قطعاتو په اوس وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو په هاوایي، ګوام او دغه راز د امریکا د خاورې دننه پوځي اډې په نښه کړې دي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وایي، دا اقدام یي د امریکا د متحده ایالاتو د بم غورځوونکو الوتکو د ګواښونو په بدل کې کړی دی.
د امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا په ګډه پوځي تمرینات پرمخ وړي. دغه تطبیقات به د اپریل د میاشتې ترپایه دوام کوي.
د راپورونو له مخې د شمالي کوریا د وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ د توغندیو قطعاتو ته ویلي، چې د جګړې لومړۍ درجه احضاراتو ته باید چمتو وي.
د چېن د بهرنیو چارو وزارت په دواړو خواو غږ کړی چې له حوصلې کار واخلي.
د شمالې کوریا د سې شنبې د ورځې دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې امریکا او جنوبې کوریا هغه تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یي دواړه هېوادونه د شمالي کوریا هرې حملې ته که هغه کوچېنۍ هم وي، په ګډه ځواب وایي.
د پیونګ یانګ د ګواښ د مخه د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند وي یونګ سب په سیول کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرداری اعلان وکړ:
"که شمالي کوریا لکه د پخوا په څیر بیا لمسونکې اقدام وکړي، زموږ پوځ به زر یا هم لس زره چنده زیات ورته ځواب ووايي، ترڅو د چونان د هغو ۴۶ اتلانو روح ارامه شي، چې له خپل هېواده د دفاع په لاره کې وژل شوي دي."
د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک یو نهای د سې شنبې په ورځ په ملي ادیره کې د چونان د ډوبې شوی کشتۍ د پیښې د قربانیانو په یاد جوړو شویو مراسمو کې پر پیونګ یانګ غږ وکړ، چې خپل دریځ بدل کړي:
"شمالي کوریا باید له خپلو اټمي وسلو، توغندیو، لمسونې او ګواښونو لاس واخلي او دا هېواد د نړېوالې ټولنې یو مسول غړی شي. دا به د شمالي کوریا د بقا لپاره یواځینۍ لاره وي."
شمالي کوریا په تېر ډسمبر میاشت کې د ځمکې مدار ته یو سټلایت یا مصنوعې سپوږمکۍ توغولې وه، خو ګمان نه کېږې چې دا هېواد دې د اوږده واټن ویشتونکې توغندي ولري چې متحده ایالاتو ته ورسیږي.
شمالي کوریا تيره میاشت خپل درېیم اټمي ازمیښت وکړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورباندې سخت بندیزونه ولګول.