د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۵۸

د الکترونیکې تذکرو په اړه د سناتورانو اندیښنې


د افغانستان مشرانو جرګه د کورنیو چارو وزارت له چارواکو غواړي، چې د الکترونیکي تذکرو په ویش کې له احتیاط او دقت څخه کار واخلي.

ځینې سناتوران وایي، د الکترونیکې تذکرو د ویشلو په بهیر کې بې غوري به د دې لامل شي چې د ګاونډیو هېوادونو اوسیدونکې هم افغاني تابعیت واخلي.

سناتوران وایي، له نویو الکترونیکي تذکرو څخه باید د ملیت او قومیت ټکې هم وویستل شي او ټولو هېوادوالو ته د افغان په نوم ورکړل شي.

وروسته له دې چې د کابل په یو شمېر ناحیو کې د الکترونیکې تذکرو د نوم لیکنې مرکزونه جوړ شول، د مشرانو جرګې غړي له مسولینو غواړي چې د دې تذکرو په ویش کې له دقته کار واخلي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې ځینو سناتورانو اندیښنه وښوده، چې که د الکترونیکې تذکرو په ویش کې احتیاط ونه شي، ممکن د پخوا په څیر ځینې بهرنیان اتباع هم د افغانستان تذکرې واخلي.

سناتور هدایت الله رهایي له غونډې وروسته له ازادۍ راډیو سره خپله اندیښنه داسې شریکه کړه:

"کله چې الکترونیکې تذکرې ویشل کېږي نو داسې کار باید ونه شي چې سلګونه پاکستانیان، پنجابیان او چترالیان دغه تذکرې ترلاسه کړي.

پخوا داسې کار شوی، چې ډیرو پاکستانیانو افغاني تذکرې اخیستي، دا یو خطرناک کار دی."


ټاکل شوې وه، چې افغان حکومت د حمل په دریمه نیټه د دې تذکرو د ویش لړۍ پیل کړي، خو د کورنیو چارو وزارت چارواکو وویل چې د تخنیکې ستونزو له امله دغه لړۍ تر اوسه نه ده پيل شوې.

ځینې سناتوران د نوېو الکترونیکې تذکرو په جوړښت هم انتقاد کوي او وایي، چې له دې تذکرو څخه باید د ملیت یا قومیت ټکې وویستل شي.

د مشرانو جرګې غړې بلقیس روشن وویل، کله یې چې غوښتل د الکترونیکې تذکرې د اخیستو لپاره نوم لیکنه وکړي، نو د قوم غوښتنه ورڅخه وشوه:

"موږ بایومیتریک ته ولاړو، هلته یې موږ ته وویل چې تاسو د کوم ملیت یی؟

دا د شرم خبره ده، بنآ موږ دا غندو، هرڅوک چې غواړي په تذکره کې ملیت ولیکل شي هغه یو افغان نه بلکې د هغه بهرني هېواد استازی دی چې دې بهیر ته یې پيسې ورکړي."


میرمن روشن وویل، چې په تذکرو کې د قومیت یادونه د تعصبونو د زیاتیدو لامل ګرځي او حکومت یې باید سر له اوسه مخنیوی وکړي.

په مشرانو جرګې کې له دې ډول خبرو او انتقادونو وروسته د دې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د رایو په اکثریت پریکړه وکړه، چې راتلونکې نه، بلکه بله یکشنبې به د کورنیو چارو ادارې مرستیال او د تذکرو مسولین خپلې غونډې ته ور وغواړي.

غوښتل مو د مشرانو جرګې د اندیښنو او انتقادونو په اړه د کورنیو چارو وزات نظر هم را واخلو، خو د دې وزارت د بریښنایي تذکرو مسول معصوم فرهاد وویل، چې په دې اړه د خبرې کولو اجازه نه لري.

نوې الکترونیکې تذکرې په عین وخت کې د موټرو د لایسنس او د رایه ورکونې اسانتیاوې هم لري، چې دا مهال یې د کابل په لومړۍ، دویمه، شپږمه، لسمه او یوولسمه ناحیه کې د نوم لیکنې مرکزونه جوړ شوي دي.

اسدالله لودین- کابل
XS
SM
MD
LG