د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

افغانستان او امریکا غواړي خپلې ستونزې حل کړې


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په وروستیو ګڼو کې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري د کتنې په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې: کرزي د باګرام زندان د مسولیتونو له سپارلو پرته نور څه ونه ویل – تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یي راغلي:

د جمهور رئیس کرزي او جان کري په ګډ خبري کنفرنس کې د کرزي لهجې د هغه د تیرو څرګندونو په پرتله توپير درلود.

دا په ظاهر کې د ښه نیت او دوستۍ فضا چې امریکایانو یي د رامنځ ته کولو لپاره زیات کار کړی، د باګرام زندان د امنیتي مسولیتونو د سپارلو او په میدان وردګو ولایت کې د امریکا د خاصو ځواکونو په اړه د پالیسۍ د یوې برخې محصول و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: جان کري له دې مخکې پنځه ځلې له جمهور رئیس کرزي سره کتلې و، خو دا ځل یي په بلې لهجې خبرې کولې.

ورځپاڼه زیاتوي، د کرزي او کري ترمنځ دا قرابت او صمیمت ممکن زیات دوام ونه کړي او دا ځکه چې د جمهور رئیس کرزي مخالفان هغه ته د امریکا د لاس پوڅې په سترګه ګوري او دا چې کرزی باید په نظر او عمل کې ځان خپلواکه وښیې، د جمهور رئیس بارک اوباما اداره باید د نورو لفظې شخړو تمه هم وکړي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپاڼې د همدې مسالې په اړه د څيړونکو له خولې لیکلي: د جمهوررئیس کرزي او جان کري ترمنځ دا دوستي او صمیمیت ممکن ظاهرې وي.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شوری د متقاعد رئیس لیسلې ګیلپ خبره را خیستې چې وایي:

د پردې تر شا خبرو کې ممکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جمهور رئیس کرزي سره سختې او جدې خبرې کړي وي، خو د ده په باور، د جمهور رئیس کرزي لپاره دا مهمه ده چې امریکایی چارواکې په عام محضر کې څه وایي.

ډیلي ټيلګراف:

انګلستان چاپ، ډیلي ټيلګراف ورځپاڼې د باګرام زندان په اړه لیکلي: دا زندان د افغان حکومت لپاره د ډپلومایتکې فعالیاتونو په کار کې یوازې یوه ستونزه وه، جمهور رئیس کرزی لا هم د اړیکو د ښه کولو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ارامه وتلو د ډاډ ورکولو لپاره زیاتې ستونزې په مخکې لري.

د ورځپاڼې په باور، جمهور رئیس کرزي په دي وروستیو کې د امریکا پر ضد خبرو ته زور ورکړی او د ۲۰۱۴ م کال په پاي کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ستراتیژۍ لپاره د هغه آرامه کول ډېر مهم دي.


واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په وروستۍ ګڼې کې لیکلې، افغانستان او امریکا غواړي خپلې ستونزې حل کړې تر څو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د امنیت او حفاظت او د افغانستان له ملي حاکمیت څخه د دفاع په اړه د جمهور رئیس کرزي د پرله پسي غوښتنو تر منځ یو ډول تعادل رامنځ ته شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکې: تر اوسه ډېر مهم خنډ او ستونزه له منځه نده وړل شوې او هغه دا چې د امریکا متحده ایالات غواړي له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د دوي دېره عسکر باید قانوني مصونیت ولري.
XS
SM
MD
LG