د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

هلمند کې یو بریتانیایې عسکر وژل شوی او نهه نور ټپیان دي


په هلمند کې یو بریتانیایی عسکر وژل شوی او نهه نور ټپیان شوې دي.

دا پیښه هغه مهال وشوه، چې طالبانو په نادعلي ولسوالي کې د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډې اډې د مارچ په پنځه ویشتمه برید وکړ. په دې پیښه کې برید کوونکو ته هم تلفات اوښتې دی.

د هلمند په نادعلي ولسوالي کې طالبانو د ناټو او افغان پوځیانو پریوه ګډ مرکز برید وکړ، چې لس بریتانیایي پوځیان یې ټپیان کړل او بیا یو عسکر د بریتانیا د دفاع وزارت په وینا له اخیستو ټپونو ساه ورکړه.

د بریتانیا د رسنیو په وینا، وسله والو چې ځانمرګي هم ورسره ملګري وو له چاودنې وروسته په اډې کې پر بریتانیایي پوځیانو وړمه شپه ډزې وکړې.

ایساف هم حمله تایید کړې او ویلي یې دي چې لومړی موټربم چاودنه شوې او وروسته د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

ګارډین خبر ورکوي چې یو شمیر افغان ځواکونه هم ټپیان شوې دي. خو دې ورځپاڼې د ژوبلو شویو افغانانو د شمیر څه نه دې ویلي.

د بریتانیایي رسنیو په وینا پنځه برید کوونکي هم د افغان او ناټو ځواکونو د ځوابي برید پر مهال وژل شوې دي.

د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ له مخې نهه تنه نور بریتانیایي پوځیان ډیر برسیرن ټپیان دي.

دا د ژمي له پیله راپه دې خوا په هلمند کې د طالبانو تر ټولو زورور برید ګڼل شوی دی.

نادعلي ولسوالي، چې یو وخت د طالبانو لوی مرکز ګڼل کېده، اوس د هلمند امن سیمه بلل کېږي.

د نادعلي د وړمې شپې له پیښې سره په افغانستان کې د بریتانیا د پوځي ماموریت له پیله تر ننه د بریتانیایي پوځیانو تلفات څلور سوه یو څلویښت تنو ته ورسیدل.

په افغانستان کې د بریتانیا پوځي ماموریت د دوه زره لومړي میلادي کال په اکتوبر کې پیل شو.
XS
SM
MD
LG