د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۴۰

افغانستان

جان کېري د ولسي جرګې، مدني ټولنې او حکومت له یو شمیر غړو سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولسي جرګې، مدني ټولنې او حکومت له یو شمیر غړیو سره غونډه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل:

"زه ستاسي په جرات ډېر زیات خوښ شوم. ستاسې خپلواکي‎، ستاسې نوښت د امکاناتو د برابرولو لپاره یو حیرانوونکی مثال دی. زه واقعاً خوښ یم چې دلته راغلی یم او هغه دروازې وینم چې تاسو خپلو خلکو او نورو ته پرانستې او مثالونه مو رامنځ ته کړیدي."

په دې غونډه کې د افغانستان د پوهنې وزیر او د ملي امنیت د شورا مرستیال رحمت الله نبیل هم ګډون کړی و.

په غونډې کې دغه راز د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسیني، د دې جرګي غړې شکریه بارکزۍ او د ولسي جرګې او د ملي ایتلاف غړي یونس قانوني هم برخه اخیستې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کابل کې د کم‌عمره ځوانانو د فوټبال سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د کم عمره ځوانانو فوټبال لوبډله

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري په کابل کې تر ۱۴ کلونو د کم‌عمره ځوانانو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال فدراسیون په وینا، د دغو سیالیو موخه له ۱۴ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل دي.

یاد فدراسیون دغه راز زیاتوي ډېر ژر به په نورو ولایاتو کې هم د کم‌عمره ځوانانو سیالۍ پیل شي.

د یادونې وړ ده چې نن (د فبرورۍ ۷مه) په هرات ولایت کې هم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوي دي.

په کورني کرېکټ سياليو کې فيصل خان غبرګه سلیزه ووهله

افغان کرېکټ لوبغاړی فيصل خان

د افغانستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې د میدان وردګ لوبغاړي فیصل خان غبرګه سلیزه ووهله.

ښاغلي خان نن(د فبرورۍ ۷مه) د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هلمند لوبډلې پر وړاندې ۲۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نوموړي ۱۶۴ توپونه لوبولي، ۲۵ څلوریزې او ۵ شپږیزې یې وهلي دي.

دغه یو ورځنۍ سیالۍ چې د ۳۱ دویمه درجه ولایتونو ترمنځ روانې دي، رسمي حیثیت نه‌لري؛ خو د افغانستان کورني کرېکټ د کړنلارې له‌مخې راتلونکو سترو رسمي کورنیو سیالیو ته د رسېدو لپاره هر ځوان لوبغاړی باید په دې کچه سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان اوسني ملي لوبغاړي عثمان غني او د لوګر ولایتي لوبغاړي صابر حنیف هم په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې غبرګې سلیزې وهلې وې.

د ځینو طالبانو د تایید شویو حسابونو په اړه 'ایلون ماسک' ته خبرداری ورکړ شوی

د ټویټر اجراییه رییس ایلون ماسک

د امریکا یو شمېر جمهوریپالو وکیلانو د ټویټر اجراییه رییس ایلون ماسک ته د طالبانو د ځینو چارواکو د تایید شویو حسابونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د استازو جرګې غړو پات فالون، کیت سیلف، روني جکسن او جیمز مویلان په یوه لیک کې ماسک پوښتلی دی چې ټویټر څنګه د دوی په وینا د شریرو عناصرو له خوا د دې ټولنیزې شبکې د ناوړه کارولو مخه نیسي او د ابي رنګه علامې په وسیله د حسابونو د تایید په بهیر کې د حساب لرونکو هویت څنګه چک کوي.

ماسک وروسته له دې چې د ټویټر اجراییه رییس شو د شخصي حسابونو د تایید لپاره بیه وټاکله چې ورسره د طالبانو ځینو چارواکو هم د خپلو ټویټر حسابونو لپاره د تایید ابي علامه وپېرله.

دې کار ځینې خلک اندېښمن کړل چې ښايي له ټویټر څخه د نفرت د خپرولو لپاره کار واخیستل شي.

د پاکستان له یو زندانه ۴۰ نور افغانان خوشې شوي

ارشیف: د کراچۍ په یوه زندان کې بندي افغانان

د پاکستان د سند ایالت له یو زندانه د ۴۰ نورو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بیان په حواله راپور ورکړ چې دا کډوال په پاکستان کې د افغان سفارت او په اسلام اباد کې د کډوالو د ادارې د هڅو په نتیجه کې خوشې شوي دي.

په بیان کې راغلي چې ټول خوشې شوي کسان به ډېر ژر د سپین بولدک د دروازې له لارې افغانستان ته واستول شي.

بیان زیاتوي چې د کراچۍ په لندي او پېچي محبسونو کې د ۱۶۰ نورو افغانانو د خوشې کولو هڅې هم روانې دي او ښايي اړونده محکمه تر دوو درېیو ورځو د هغوی د خوشې کولو حکم وکړي.

په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ له دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۴۰۰ افغانان لاهم بندیان دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بحث کوي

ارشیف: د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو انځور

د اسلامي همکاریو د سازمان یا او ای سي عمومي منشي حسین ابراهیم طه وايي چې په افغانستان کې روان بدلونونه د فلسطین په څېر د دې سازمان د اجراییه کمېټې د فوق العاده جلسې مهمه برخه ده.

ښاغلي طه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د جګپوړو چارواکو د ۴۹مې غونډې په درشل کې پرون د دې سازمان مقدماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

په پام کې ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۹مه غونډه د راروانې مارچ میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه جوړه شي.

طه بېګا په یوه بیان کې وویل چې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي طارق علي بخیت له لارې د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د اړتیا په ګډون یو لړ سپارښتنې وشوې.

د اسلامي همکاریو سازمان د مرغومي په ۲۱مه له یوې بېړنۍ غونډې وروسته په یوه بیان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اجازه ورکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان وویل چې د پوهنتون په ګډون تعلیم ته د نجونو لاسرسی د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه شي.

یونېسف: افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمي سره مخامخ دی

ارشیف: په کابل کې بېوزله ښځې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یا یونېسف د اجراییه مرستیال وايي، افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمي سره مخامخ دی.

عمر عبدي په یوه بیان کې چې پرون یې پر ټویټر خپور کړ ویلي چې د افغانانو بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي.

د یونېسف دې چارواکي ویلي چې که له افغانانو سره مرستې ونه شي نو یو بشري ناورین به رامنځته شي.

د عبدي په وینا دا مهال شاوخوا ۲۸ میلیون افغانان مرستو ته اړ دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په سږني ژمي کې بشري مرستو ته د افغانانو پر جدي اړتیاوو ټینګار کړی.

ګڼو رسنیزو ادارو له طالبانو د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کولو غوښتنه کړې

ارشیف

د بې سرحده خبریالانو ټولنې یا ار ایس ایف او د فرانسې ۱۴ رسنیو او تولیدي شرکتونو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي له بنده خوشې کړي.

دې ټولنې دا غوښتنه پرون په یوه بیان کې وکړه.

ار ایس ایف وايي، بهبودي نږدې یوه میاشت مخکې په کابل کې نیول شوی او بندي شوی دی.

د خبریالانو دا مدافع ټولنه وايي چې بهبودي دوه ورځې وروسته له دې چې د سفر په نیت افغانستان ته ولاړ، د جنوري په ۷مه د طالبانو له خوا ونیول شو.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو شمېر خبریالان ونیول چې ځینې یې وروسته خوشې کړل. تراوسه د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو دقیق شمېر نه دی معلوم.

د واورو له امله له کابل سره د ډايکنډي، غور او باميان ولايتونو لارې تړل شوي

ارشيف

د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي، سخت اورښتونه او توفانونه له کابل سره د دغو ولایتونو د لارو د تړل کېدو سبب شوي دي.

د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس پرون د غور-کابل د لویې لارې د تړل کېدو موضوع تایید کړه او وايي د مرکز او شپږو ولسوالیو ترمنځ لارې هم بندې دي.

د بامیان لپاره د طالبانو چارواکو هم د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د هوا د وضعیت تر ښه کېدو پورې د دغو ولایتونو پر لویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د روغتيا سازمان: هر افغان ماشوم بايد د پوليو ضد واکسين شي

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچني ماشومان د پولیو ضد واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي.

WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شي چې ټول له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دې کار سره یوازې خپل ماشومان نه ساتئ بلکې د ټولو لپاره یوه سالمه او خوندي ټولنه هم رامنځته کوئ.

د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان په شاوخوا پنځلسو ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کم‌عمره ۵،۳ ملیونه ماشومان په نښه شوي و.

په افغانستان کې چې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، سږ کال تر اوسه د پولیو هیڅ یوه پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تېر کال پاکستان کې د پولیو۲۰ او موزمبیق کې اته مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

اوچا: افغانستان کې مرستو ته اړتيا ډېره شوې

ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستود همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره له‌دې چې تېر۲۰۲۲کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بې‌ساري توګه د تېر کال له غبرګون سره سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري.

اوچا ویلي، د یوه تر ټولو ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل تمویل او یوه مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.

اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له لوري د لګول شوي بندیز له کبله ډېرو مرستندویه ادارو په دې هېواد کې خپل فعالیتونه یا بشپړ او یاهم جزي درولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG