د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۲

خبرونه

شمالي کوريا په امریکا کې ځینو پوځي هدفونو ته نښه نیولې ده

شمالي کوریا وایي، د دوی د ستراتېژیکو توغندیو قطعاتو دا مهال د امریکا د متحده ایالاتو په "هاوای" ایالت کې د "ګوام" پوځې اډه او د دې هېواد په داخل کې نور هدفونه په نښه کړي دي.

د شمالي کوریا د خبر رسولو دولتې آژانس وایي؛ دا اقدام یې د امریکا د متحده ایالاتو د بم غورځوونکو الوتکو د ګواښونو په بدل کې کړي دي.

آژانس زیاتوي، د توغندیو قطعاتو ته ویل شوي چې؛ د جګړې لومړۍ درجه احضاراتو ته باید چمتو وي. د شمالې کوریا دولتي تلویزیون په دې اړه وویل:

"له همدې شیبې څخه د کوریا د خلکو د پوځ عالي قوماندانۍ به د اوږده واټن ایشتونکو توپونو او د ستراتېژیکو توغندیو د قطعاتو په ګډون، ټول توپچې قطعات چې جنوبي کوریا او دغه راز په امریکا کې د دښمن ټول هدفونه وولې؛ په لومړۍ درجه احظاراتو کې کړي."

د شمالي کوریا د سې شنبې د ورځې دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې؛ امریکا او جنوبي کوریا هغه تړون لاسلیک کړ چې؛ له مخې به یې دواړه هیوادونه د شمالي کوریا حتی کوچنۍ حملې په ځواب کې هم ګډ پوځې عمل کوي.

شمالي کوریا په تېر ډسمبر میاشت کې د ځمکې مدار ته یو سټلایت یا مصنوعې سپوږمکۍ توغولې وه؛ خو ګمان نه کیږي چې، دا هیواد دې د اوږده واټن ویشتنې توغندي ولري چې؛ متحده ایالاتو ته ورسیږي.

شمالي کوریا تيره میاشت خپل دریم اټمي آزمیښت وکړ او د ملګرو ملتونو امنیت شوری ورباندې سخت بندیزونه ولګول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کندهار پر هوايي ډګر تېره شپه راکټونه لګېدلي

د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر

د کندهار پر احمدشاه بابا هوايي ډګر تېره شپه څو راکټونه ولګېدل. لومړني راپورونه وايي چې د راکټونو د لګېدو له کبله مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د احمدشاه بابا هوايي ډګر ريیس مسعود پښتون فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوه راکټونه د هوايي ډګر پر ځغاستلیکې لګېدلي او له کبله یې ټولې الوتنې لغوه شوي دي.

ده په عین حال کې ویلي چې د ځغاستلیکې د بېرته جوړولو کار پیل شوی او تمه لري چې نن ورځ به بشپړ شي.

کندهار په وروستیو ورځو کې د خونړیو نښتو په میدان بدل شوی چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه کېدو ته مجبوره شوې دي.

د هرات ښار ته نژدې بیا جګړې شوي

ارشیف، هرات ښار

افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو پرون شنبه(د زمري ۹مه) یو وار بیا د هرات ښار ته نژدې جګړو ته دوام ورکړ.

تردې یوه ورځ وړاندې یعنې د جمعې په ورځ هم طالبانو د هرات ښار تر لمنو پرمختګ کړی و، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دا ډله شاتګ ته اړ باسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې پرونۍ حملې یې د حکومتي ځواکونو د هغو بریدونو په ځواب کې وکړې چې د طالبانو پر ساحو یې کړې وې.

راپورونه وايي چې د کندهار ښار په ځینو حوزو کې هم خونړۍ جګړه دوام لري.

طالبانو پرون د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار مرکزي برخو ته د لنډ وخت لپاره پرمختګ وکړ، خو وروسته وځپل شول.

امریکا: د اسراییلو پر ټانکر برید کې دوه تنه وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا سمندري ځواک وايي، د عمان په ساحل کې د اسراییل د تېلو پر یوه ټانکر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

اسراییل دا برید چې د جمعې په ورځ وشو، د ایران له لوري بللی دی.

په برید کې د ټانکر دوه تنه عمله چې یوه د بریتانیا او بله د رومانیا وه، وژل شوي.

دا په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې پر یوې سوداګري بېړۍ لومړنی برید دی.

د امریکا سمندري ځواک ویلي چې له پېښې وروسته یې خپلې دوې جنګي بېړۍ د تیلو ټانکر ته د مرستې لپاره ولېږلې او هغه یې تر خوندي ځایه پورې بدرګه کړه.

د واشنګټن یوې محکمې یو ایرانی په غیرقانوني صادرولو تورن کړ

ارشیف

د امریکا په واشنګټن کې یوې محکمې یو ایرانی چې د کاناډا په مونتریال کې اوسي، په اټمي فعالیتونو کې د کارول کېدونکو وسایلو په غیرقانوني صادرولو تورن کړ.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، محکمې ویلي چې رضا سرهنګپور کفراني د کاناډا او متحده عربي اماراتو له لارې د اټمي موادو د اندازه کولو وسایل ایران ته صادر کړي دي.

رضا سرهنګپور د امریکا د صادراتو د څارنې د قانون او د صادراتو په اړه د معلوماتو د نه وړاندې کولو د قانون په سرغړونې او دغه راز شپږ ځلي په پیسو سپینولو تورن شوی دی.

دفاع وزارت: بلخ کې د طالبان د جلب او جذب مسول ونیول شو

نیول شوي کسان

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې یې د طالبانو د جلب او جذب مسول او دوه مسلکي ماین جوړونکي نیولي دي.

دغه وزارت تېرماښام په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو نیول شوی مسول عبدالقادر یاد کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دې کسانو سره یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.

طالبانو بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې کلدار ولسوالۍ کې یې کوم مسول نه دی نیول شوی.

د نورستان والي وايي، نن یکشنبه سیلاب ځپلو ته مرستې رسېږي

نورستان کې سیلاب ځپلي

د نورستان والي وایي، نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) سهار به د کامدیش ولسوالۍ د میردیش سیمې سیلاب ځپلو ته مرسته ور ورسېږي.

حافظ عبدالقیوم تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل چې کامدیش کې سېلابونو ۱۱۳ تنه وژلي ۱۷ یې ټپیان کړي او پر دې سربیره یې خلکو ته دروند مالي زیان اړولی دی: "۱۷۳ کورونه مکمل تخریب شوي دي، ۱۲ کیلو متره سړک هم تر اوبو لاندې شوی او ۱۱ سوه جریمه زراعتي ځمکه تخریب شوې. موږ له زیانمنو شویو سره په لومړي پړاو کې عاجلې خوراکي او غیرخوراکي مرستې کوو."

دغې سیمه کې تېره چهارشنبه سیلابونه راووتل.

طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پرون ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حضور له کبله سیلاب ځپلو ته مرسته کوونکي ټیمونه نه دي ور رسیدلي.

له دې وړاندې بیا طالبانو ژمنه کړې وه چې سیلاب ځپلو ته د مرستو لپاره لارې خلاصې دي.

د لوړو زده کړو وزارت او د بشري حقونو کمېسیون ترمنځ یوه هوکړه وشوه

دا هوکړه د لوړو زده کړو د وزیر عباس بصیر او د بشري حقونو د مشرې شهرزاد اکبر له خوا لاسلیک شوه. 

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تحصیلي نصاب کې د بشري حقونو د شمولیت په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د لوړو زده کړو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا هوکړه پرون شنبه (د زمري ۹مه) د لوړو زده کړو د وزیر عباس بصیر او د بشري حقونو د مشرې شهرزاد اکبر له خوا لاسلیک شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دې سره به په هېواد کې د بشري حقونو د ارزښتونو پوهاوي او تطبیق ته ښه زمینه برابره شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دا کار ګټور بللی او ویلي یې دي چې د بشري حقونو معنی لرونکو ارزښتونو ته لاره هواروي.

خبرپاڼه کې د هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو جزیات نه دي ورکړل شوي.

ترکیه: که افغان دولت موافق وي د کابل هوایي ډګر مدیریت ته چمتو یو

د کابل هوايي ډګر

د ترکیې د دفاع وزیر حلوسي اکار وایي، که د افغانستان دولت ورسره موافقه وکړي، هېواد یې چمتو دی چې د کابل هوایي ډګر د مدیریت مسولیت واخلي.

اکار دا څرګندونې پرون له خپل افغان سیال بسم الله محمدي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.

په انقره کې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې د دفاع وزیر د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره هم چمتوالی ښودلی دی.

ترکیه غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کنټرول مسولیت واخلي، خو طالبانو ورسره کلک مخالفت وښود.

د طالبانو له مخالفت وروسته ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان وویل چې په دې اړه له ښکېلو خواوو سره خبرې کوي، خو تر اوسه د کومې وروستۍ پرېکړې څرک نه لګېږي.

امریکا: روسي هککرانو د فدرالي څارنوالانو پر کمپیوټرونو سایبري برید کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مطرحو فدرالي څارنوالانو پر کمپیوټرونو سایبري برید د روسي هککرانو کار دی.

دغه وزارت ویلي، یوازې په نیویارک کې د څارنوالانو په څلورو دفترونو کې د اتیا فیصده کار کوونکو د ایمیل پر حسابونو برید شوی دی.

د عدلیې وزارت د جولای په ۳۰مه وویل چې دا سایبري بریدونه د تېرکال د مې میاشتې له اوومې د دسمبر تر ۲۷مې نېټې شوي دي.

د دوی په راپور کې راغلي چې روسیي هککران د لسګونه شخصي کمپنیو او د لږ تر لږه نهو دولتي ادارو حسابونو ته هم ننوتلي.

روسي چارواکو سملاسي په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترکیې له اوره ویریدلي سیلانیان خوندي سیمو ته ولېږدول

د ترکیه د ایجن سمندرګي په ځنګله کې لګیدلی اور

ترکیې پرون شنبه (د زمري ۹مه) دغلته له اوره ویریدلي سیلانیان په بیړیو کې خوندي سیمو ته انتقال کړل.

ترکي رسنۍ وایي، دا ګام وروسته تر دې پورته شو چې د ایجین سمندرګي په ځنګله کې د بل شوي اور ګواښ تر هوټلونو ورسېد.

د ژغورنې دا عملیات د سمندر غاړې ځواکونو له خوا ترسره شوي دي، خو له شخصي بیړیو هم غوښتل شوي چې دې عملیاتو کې مرسته وکړي.

دا اور دوه ورځې وړاندې د ترکیې د توریستي ښارونو انتالیا، بودروم، مارماریس او مرسین په ځنګلونو کې ولګېد او باد یې لمن لا پسې پراخه کړه.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اور ځپلو سیمو کې عمومي فاجعه اعلان کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښو د لاملونو په اړه به څیړنه کېږي.

په دې اور لګېدنه کې د ځنګله د دوو کار کوونکو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.

ډاکټر نېکمل: په غزني کې د کرونا پېښې مخ په زیاتېدو دي

د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل

د غزني د روغتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، تېر اختر کې د خلکو بې احتیاطي او د روغتیا ادارې لارښوونو ته نه پاملرنې هغه څه دي چې د غزني مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې یې د یادې ناروغۍ ګراف لوړ کړی دی چې له امله یې ځینې کسان مړه شوي هم دي.

ښاغلي نېکمل زیاته کړه: "د کرونا وبا درېیمه څپه په ټول افغانستان په ځانګړي توګه په غزني کې هم په تیزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده، همدا اوس زموږ دا وروستۍ پایلې چې راغلي دي، تقریباً پنځوس فیصده معاینات چې موږ کړي مثبت راوتلي، یعنې که موږ سل نمونې مغاینه کړي، ۵۰ یې مثبت دي، دا په دې معنی ده چې اوس هم له بدغه مرغه د کرونا وبا پېښې په غزني کې کېږي، په ځانګړي توګه په ولسوالیو کې."

ډاکټر ظاهر شاه نېکمل زیاتوي، که د اختر په مراسمو کې خلکو احتیاطي تدابیر په پام کې نیولی وای، دومره ستونزه نه رامنځته کېده، خو له بده مرغه چې خلک هېڅ احتیاط نه کوي.

د ده په خبره، د کرونا ویروس واکسین نه لګول هم یوه لویه ستونزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني مرکز ترڅنګ د ولسوالیو په بازارونو کې د اختر له رخصتیو وروسته بیا ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده، ډېری خلک د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د روغتیا ادارې سپارښتنې په پام کې نه نیسي، بلکې دسیسه او ریشخند یې بولي.

جلال اباد کې نامعلومو وسله والو ۳ تنه وژلي

د جلال اباد ښار عمومي منظره.

په تېرو شااوخوا ۴۰ ساعتونو کې په جلال اباد ښار کې درې تنه د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

نن هم د جلال اباد په کهنه فروشۍ سیمه کې په ډزو یو تن ووژل شول او دوه لارویان ټپیان شول.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي په دې اړه زیات جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې وژل شوی کس امنیتي او ټپیان شوي کسان ملکیان دي چې عاملان یې تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

همداشان تېره او وړمه ورځ هم د جلال اباد ښار په دوو جلا پېښو کې دوه تنه چې یو یې انجینر و، د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د دې پېښو په تړاو بیا له هڅو سره-سره ځایي چارواکو او امنیتي مسؤلانو معلومات نه دي شریک کړي او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي دي.

د دې پېښو مسؤلیت هم تر دې دمه چا نه دی منلی.

۲۰۹ شاهین قول اردو: بلخ کې ۱۵ طالبان وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په بلخ ولایت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو په هوايي حملو کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دې قول اردو ویاند حنیف رضايي، نن شنبه (د زمري ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه حملې نن په چمتال ولسوالۍ کې شوي دي: "پنځلس تروریست طالبان وژل شوي، ۱۱ عرادې موټرسایکلونه او اووه بېلابېل ډوله وسلې او قرارګاه یې کاملاً له منځه وړل شوي دي."

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپورونه وايي، د چمتال په ګډون د بلخ ولایت اته ولسوالۍ دا مهال د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

د نورستان والي وايي، سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی

نورستان کې راوتلي سیلابونه

د نورستان والي وايي، په وروستیو سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی دی.

حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل، دغو سېلابونو په کامدېش ولسوالۍ کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي: "اخري ګزارش کې ۱۱۳ کسان شهیدان شوي،۱۷ ټپیان دي،۱۷۳ کورونه مکمل ویجاړ شوي،۱۲ کیلو متره سرک هم بشپړ تخریب شوی دی،۱۱۰۰ جریبه ځمکه ۱۷ ژرندې ویجاړې شوي دي."

د نورستان والي وایي، په سېلابونو کې د برښنا د تولید فابرېکې او نورې ټولګټې پروژې هم ویجاړې شوي دي.

تر دې مخکې په سېلابونو کې د مړینو شمېر ضد و نقیض ښوول شوی و.

المپیکې سیالۍ او مینه والو ته نوې ویډیويي ټکنالوژي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ویډیويي نوې ټکنالوژي د المپیک په سیالیو کې لوبغاړو ته دا امکان چمتو کوي، چې خپل بریالیتوب، ماته او ناراحتي په همغه شیبه کې له دوستانو، کورنۍ او خپلوان سره شریک کړي.

د المپیک د ۲۰۲۰ کال سیالۍ په توکیو او د جاپان په نورو ښارونو کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو د مخنیوي له امله په لومړي ځل د لوبغاړو له خپلوانو او کورنیو د غړیو له ګډون پرته پیل شوې دي.

دغه نوې ټکنالوژي د دې لامل شوې چې د لوبغاړو دوستان او کورنۍ وتوانېږي، په مجازي نړۍ کې له نېږدې وګوري او د لېري والي تر څنګ خپل احساسات، په ژوندۍ بڼه او ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG