د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۴

نړۍ

په مصر کې دوه تنه تښتول شوي سیلانیان بېرته خوشې شول

هغه دوه تنه سیلانیان چې په مصر کې تښتول شوي وو، خوشې شوي دي.

راپورونه وایي، یوه نارویژنۍ ښځه او یو اسراييلی سړی چې تښتونکو په "سینا" ټاپووزمې کې ساتلي وو، خوشې شوې دي.

د مصر دولتي خبري رسنۍ مینا وایي، دا دوه تنه یرغمل د "بدوي" قومې مشرانو د هلو ځلو په نتیجه کې خوشې شوي دي.

دا سیلاینان د جمعې په ورځ هغه مهال تښتول شوي وو چې؛ د "سرې بحیرې" په ساحل کې د "دهب" او "طبه" ښارګوټو تر منځ یې سفر کاوه.

د حسني مبارک د رژیم له ړنګېدو راهیسې د سینا امینتي وضعه خرابه شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا: د اسراییلو پر ټانکر برید کې دوه تنه وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا سمندري ځواک وايي، د عمان په ساحل کې د اسراییل د تېلو پر یوه ټانکر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

اسراییل دا برید چې د جمعې په ورځ وشو، د ایران له لوري بللی دی.

په برید کې د ټانکر دوه تنه عمله چې یوه د بریتانیا او بله د رومانیا وه، وژل شوي.

دا په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې پر یوې سوداګري بېړۍ لومړنی برید دی.

د امریکا سمندري ځواک ویلي چې له پېښې وروسته یې خپلې دوې جنګي بېړۍ د تیلو ټانکر ته د مرستې لپاره ولېږلې او هغه یې تر خوندي ځایه پورې بدرګه کړه.

د واشنګټن یوې محکمې یو ایرانی په غیرقانوني صادرولو تورن کړ

ارشیف

د امریکا په واشنګټن کې یوې محکمې یو ایرانی چې د کاناډا په مونتریال کې اوسي، په اټمي فعالیتونو کې د کارول کېدونکو وسایلو په غیرقانوني صادرولو تورن کړ.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، محکمې ویلي چې رضا سرهنګپور کفراني د کاناډا او متحده عربي اماراتو له لارې د اټمي موادو د اندازه کولو وسایل ایران ته صادر کړي دي.

رضا سرهنګپور د امریکا د صادراتو د څارنې د قانون او د صادراتو په اړه د معلوماتو د نه وړاندې کولو د قانون په سرغړونې او دغه راز شپږ ځلي په پیسو سپینولو تورن شوی دی.

امریکا: روسي هککرانو د فدرالي څارنوالانو پر کمپیوټرونو سایبري برید کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مطرحو فدرالي څارنوالانو پر کمپیوټرونو سایبري برید د روسي هککرانو کار دی.

دغه وزارت ویلي، یوازې په نیویارک کې د څارنوالانو په څلورو دفترونو کې د اتیا فیصده کار کوونکو د ایمیل پر حسابونو برید شوی دی.

د عدلیې وزارت د جولای په ۳۰مه وویل چې دا سایبري بریدونه د تېرکال د مې میاشتې له اوومې د دسمبر تر ۲۷مې نېټې شوي دي.

د دوی په راپور کې راغلي چې روسیي هککران د لسګونه شخصي کمپنیو او د لږ تر لږه نهو دولتي ادارو حسابونو ته هم ننوتلي.

روسي چارواکو سملاسي په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترکیې له اوره ویریدلي سیلانیان خوندي سیمو ته ولېږدول

د ترکیه د ایجن سمندرګي په ځنګله کې لګیدلی اور

ترکیې پرون شنبه (د زمري ۹مه) دغلته له اوره ویریدلي سیلانیان په بیړیو کې خوندي سیمو ته انتقال کړل.

ترکي رسنۍ وایي، دا ګام وروسته تر دې پورته شو چې د ایجین سمندرګي په ځنګله کې د بل شوي اور ګواښ تر هوټلونو ورسېد.

د ژغورنې دا عملیات د سمندر غاړې ځواکونو له خوا ترسره شوي دي، خو له شخصي بیړیو هم غوښتل شوي چې دې عملیاتو کې مرسته وکړي.

دا اور دوه ورځې وړاندې د ترکیې د توریستي ښارونو انتالیا، بودروم، مارماریس او مرسین په ځنګلونو کې ولګېد او باد یې لمن لا پسې پراخه کړه.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اور ځپلو سیمو کې عمومي فاجعه اعلان کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښو د لاملونو په اړه به څیړنه کېږي.

په دې اور لګېدنه کې د ځنګله د دوو کار کوونکو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.

د عراق پوځ: د جنازې پر مراسمو برید کې ځینې کسان وژل شوي

ارشیف

د عراق پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، د دغه هېواد په شمال کې د جنازې پر مراسمو په برید کې ځینې کسان وژل شوي دي.

د عراق یوه امنیتي مسوول ویلي، د پولیسو او ملکیانو په ګډون اته کسان هغه وخت ووژل شول چې افراطي وسله والو د خلکو پر یوه ډله ډزې وکړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دا برید داعش ډلې کړی دی.

دوې اوونۍ مخکې د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه بازار په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي وو.

بله حمله په جنورۍ میاشت کې شوې وه چې ۳۲ تنه یې وژلي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان کړي وو.

د هغو دوو حملو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

د عراق چارواکو د ۲۰۱۷میلادي کال په ډسمبر میاشت کې له داعش ډلې د زیاتو سیمو تر نیولو وروسته د دې افراطي ډلې په وړاندې د بریا اعلان کړی و.

له هغې راهیسې داعش ډله په عراق کې خال- خال حملې کوي.

د عمان سمندرګي کې پر ټانکر برید؛ امریکا: ښايي بې پیلوټه الوتکې کړی وي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د متحدو ایالاتونو سمندري ځواکونو نن شنبه (د زمري ۹مه) وویل، د دوی د متخصصانو په باور د عمان د خلیج په سواحلو کې د تېلو پر یوه ټانکر ښايي د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله شوي وي.

تر دې مخکې اسراییل د تېلو پر یوه ټانکر په برید کې ایران دخیل بللی و، خو ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې باب څه نه دي ویلي.

په دې حمله کې دوه تنه وژل شوي چې ویل کېږي یو یې د رومانیا او بل د بریتانیا دی. د دې ټانکر چارې د اسراییل په لاس کې وې.

زودیاک شرکت چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د پنجشنبې په ورځ حمله پرې وشوه.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یاییر لاپید ایران په دې پیښه کې دخیل ګڼلی دی، ده خپل بریتانیایي سیال ته وویل چې په کار ده دې پیښې ته ځواب ورکړل شي.

ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې باب څه نه دي ویلي.

العالم ټلوېزیون چې په عربي ژبه خپرونې کوي او د ایران د حکومت دی، د یوې نامعلومې سرچینې په وینا خبر ورکړی چې دا حمله په سوریه کې پر یوه هوایي ډګر د اسراییل د مشکوک برید په ځواب کې شوې ده.

قریشي: د پاکستان دښمنان د چینایي شرکتونو کار کوونکي په نښه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تور لګولی چې د ده د هېواد دښمنان، د چینایي شرکتونو کار کوونکي په نښه کوي.

شاه محمود قریشي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد کړي وویل، په کراچۍ ښار کې د چهارشنبې ورځې برید چې دوه چینايي کارګران یې ټپیان کړل او پر یوه بس د دوو اونیو مخکې چاودنه چې نهه چینايي وګړي یې ووژل د پاکستان روحیه نه شي کمزورې کولای.

د چهارشنبې ورځې د وسله وال برید په اړه د پاکستاني پولیسو په لومړني راپور کې ویل شوي و چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوي چینايی وګړی د کراچۍ د اټمي برښنا د بټۍ انجینر و، خو په دې پسې پولیسو په یوه بل راپور کې د اټمي بټۍ خبره واېستله او یوازې دومره یې وویل چې په برید کې دواړه وژل شوي چینایان د فابریکو کارګران وو.

چین په وروستیو څو کلونو کې په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې خو دې پانګونو د هغو بېلتونپالو ډلو مخالفتونه پارولي چې وايي، د دوی ولسونو ته د دې پروژو هېڅ ګټه نه رسېږي.

ترکیه کې له اویا په زیاتو سیمو کې اورونه لګېدلي

مدیترانې سمندرګي ته نژدې کې اورونه

د ترکیې په جنوب کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اور لګېدو دوام په سیمه کې د لسګونه کلیو او څو هوټلونه د وتلو باعث شو.

ترکي چارواکي وايي چې مدیترانې سمندرګي ته نژدې کې له اویا په زیاتو سیمو کې اورونه لګېدلي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه (د زمري ۸مه) وویل چې له دې ډلې په ۱۴ ځایونو کې اورونه لا هم بل دي.

انتالیا، مرمریز او موګله هغه ښارونه دي چې د راپورونو له مخې تر ټولو زیاته اورلګیدنه په کې شوې ده.

د ترکیې د ځنګلونو د ساتنې وزیر ویلي چې په لږ تر لږه ۷ ولایتونو کې د اور لګېدو پېښې شوي دي. د دې پېښو علت ظاهرا د هوا تودوخه بلل شوې ده.

د خلیج همکارۍ شورا: ایران دې د سیمې هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي

د خلیج د همکارۍ شورا یوه غونډه

د خلیج د همکارۍ شورا له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي نایف الحجرف پر ایران غږ وکړ چې د سیمې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې د بس کولو ترڅنګ د «ترورېزم» ملاتړ ودروي.

ده د امریکا متحده ایالاتو او د خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ همکارۍ د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره اړینې وبللې.

سعودي عربستان او امریکا په ځلونو ایران تورن کړی چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.

امریکا کې د بایډن تازه سپارښتنه: هر څوک چې کرونا واکسین کوي ۱۰۰ ډالره ورکړئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد د ایالتونو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره هر چا ته چې واکسین کوي، ۱۰۰ ډالره ورکړي.

ده همداراز امر کړی، هغه دولتي کارکوونکي چې واکسین نه‌کوي باید پرله‌پسې ټستونه ورڅخه واخیستل شي او ماسک دې جبري شي.

د نویو مقرراتو پر اساس، که د فدرالي حکومت مأمورین د واکسین کارت ونه‌لري، باید تل ماسک ولري او مجبوره به وي چې پرله‌پسې ټسټ وکړي.

په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

ترکیه کې اور لګېدو لږترلږه ۳ کسان مړه کړي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي

د ترکیې په جنوبي ساحل کې لګېدلی اور

د ترکیې په جنوبي ساحل کې د اور لګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د مدیترانې سمندرګي په اوږدو کې د انتالیا په ختیځ کې دا تر ټولو پراخه اور لګېدنه بلل شوې ده.

په دې ځای کې خورا زیات هوټلونه او تفرېحي ځایونه شته.

دغه اور پرون پنجشنبه بل شو چې د مړه کولو لپاره‌یې په سلګونو اور وژونکي او څرخي الوتکې لاس په کار شوې دي.

بلېنکن: د اټمي موافقې پر سر ایران سره خبرې په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اټمي موافقې پر سر له ایران سره د خبرو بهیر په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای او اوس هغه وخت دی چې ایران باید پرېکړه وکړي.

ده پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو اټمي موافقې ته د بېرته ګرځېدو لپاره خپل ښه نیت او لېوالتیا ښوولې او اوس «توپ د ایران په میدان» کې دی.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "حقیقت دا دی چې ایران باید پرېکړه وکړي، په دې اړه اساسي پرېکړه چې ایا غواړي خپلو ژمنو ته راوګرځي که نه، هېڅ انحراف دا اساسي واقعیت نه‌شي بدلولی. توپ د ایران په میدان کې دی، وبه ګورو چې دوی موافقې ته د بېرته راګرځېدو پرېکړې ته لازم چمتووالی لري که نه، موږ خبرو اترو ته ژمن یوو، خو دا بهیر په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای."

ایران او امریکا په موافقه کې د نورو شاملو غړو په منځکړیتوب د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ۶ پړاوه غیر مستقیم خبرې کړي څو ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو عملي کولو او د امریکا د بندیزونو نرمولو ته چمتو شي.

سویډني چارواکو یو شمېر توقیف شوي افغان پناه غوښتونکي خوشې کړل

ارشیف، د سویډن پولیس

سویډني چارواکو یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي وو او په توقیف کې ول، خوشې کړل.

د سویډن د راډیو له راپور سره سم، ټاکل شوه چې دا کسان د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته واستول شي، خو سویډن د افغانستان حالاتو ته په کتو د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پرېکړه واخیسته او نیول شوي کسان‌یې خوشې کړل.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتي وو چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر د درې میاشتو لپاره وځنډوي ځکه چې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نړۍ کې تر اوسه د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی

د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په نړۍ کې د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د رسمي شمېرو پر اساس، د اروپا په وخت د پنجشنبې تر ماسپښینه د جولای ۲۹مې پورې په درسته نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد ۴ میلیارده او ۳۰۲ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.

په چین کې چې د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، یو میلیارد او ۶۰۰ ډوزه،، په هند کې چې د نفوس له پلوه د نړۍ دوهم ستر هېواد دی، ۴۵۱ ملیون ډوزه او په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې لا هم د نړۍ بې‌وزله هېوادونه د واکسین له کموالي سره مخامخ دي.

۸،۲ رښتر درجې زلزلې د الاسکا ټاپو وزمه ولړزوله

ارشیف، د الاسکا ټاپو وزمې یوه څنډه

د رښتر په کچه ۸،۲ درجې زلزلې نن د الاسکا ټاپو وزمه لړزولې ده او په پاسیفیک سیمه کې د څونامي د خبرداري سبب شوې.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن وویل، د ۳۵ کلیو مترو په ژورتیا دا زلزله د الاسکا د تر ټولو لوی ښار پیري ویل په ۹۱ کیلومترۍ کې جنوب لوري ته شوې ده.

د دې ادارې په وینا په سیمه کې دوه ځلې تر زلزلې وروسته ټکانونه هم احساس شوي دي.

تر اوسه پورې د مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د الاسکا په جنوبي برخو، د الاسکا په ټاپو وزمه او د پاسیفیک په ساحلي سیمو کې د څونامي خبرداري ورکړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG