د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۶

"د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ اړيکې څه نا څه ترمیم شوې"


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان جمهور رییس په خپل ګډ خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات ترمیم کړي.

د جمهور رییس حامد کرزي له خوا په دې وروستیو کې پر امریکا د سختو انتقادونو له امله دغه اړیکې اغیزمنې شوې وې.

په دې ګډ خبري کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل چې؛ له طالبانو سره د سولې په اړه د دوی او د افغان دولت ترمنځ اختلافات نشته.

زموږ همکار احمدز بیرژمن د ښاغلي کېري د وروستي سفر په اړه د سیاسي چارو له یوه کارپوه احمد سعیدي سره مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG