د امریکا په سفارت کې له یو شمیر سیاسي څیرو او د مدني ټولنې له استازیو سره د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري دغه غونډه د تړلو دروازو تر شا دوام وکړ.
د غونډې په پيل کې چې خبریالانو ته د عکس اخیستلو اجازه ورکړل شوې وه؛ ښاغلي کېري د افغانستان انتخابات مهم وبلل او ویې ویل، چې ټوله نړۍ په دې اړه روانو هڅو ته ځیر دي:
"زه دلته د پارلمان غړو، مدني ټولنې او هغو کسانو ته چې د انتخاباتو په برخه کې کار کوي؛ وایم چې تاسو په یوې مهمې هڅې بوخت یاستی او ټوله نړۍ تاسو ته ګوري."
په دې غونډه کې د حکومت د سیاسي اپوزییسون د یوې ډلې ملي ایتلاف یوه مهم غړي یونس فانوني هم ګډون کړی و.
د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسيني چې د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې یو کاندید و او د دې جرګې یوې بلې غړې شکریې بارکزی هم ګډون کړی و.
د پوهنې وزیر فاروق وردګ، د افغانستان د ملي امنیت د شورا مرستیال رحمت الله نبیل او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل یې نور ګډونوال و.
د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد مشر نادر نادري چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته وویل:
"د انتخاباتو امنیتي امکانات، چې افغانستان او افغانان یې غواړي، له دوی څخه غوښتنه یې کوي، هغه ورته برابر کړي او همدا راز نورې تخنیکي مرستې چې دوی ورته ضرورت لري هغه ورته برابر کړي.
خو دوی واضع وویل، چې دغه انتخابات د افغانستان او افغانانو لپاره ضروری دي، دوی په خپله باید وکړي."
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ښاغلي نادري په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې؛ د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر اندیښنه څه وه؟
خو نوموړي وویل چې، د ده له خوا ځینې وړاندیزونه مطرح شوي دي چې؛ هغه د انتخاباتو په تخنیکي او د څارنې په برخه کې د امریکا لا ډیره مرسته وه.
د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې افغان چارواکو په هغو غونډو اندیښنه ښودله چې؛ په کابل کې به د امریکا جګپوړو چارواکو د انتخاباتو له بیلابیلو لوریو سره درلودله.
جان کېري کابل د خپل سفر په دویمه ورځ د افغان ښځو له لاسي صناعیو هم لیدنه وکړه او له ولسمشر حامد کرزي سره یې له دوو ځلو کتنې وروسته د سې شنبې په ورځ بېرته ستون شو.