د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

یوه ډله ترکي ځوانان غواړي په کابل پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي


د ترکي ځوانانو یوه څلویښت کسیزه ډله چې د لوړوزده کړو په نیت کابل ته راغلي؛ غواړي چې، د کابل له پوهنتون څخه د لوړزده کړو د فراغت سند ترلاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي ادعا کوي چې؛ د هېواد په پوهنتونونو کې د زده کړو دکېفیت لوړوالي، د سیمې او نړۍ د خلکو پام وراړولی دی.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکترعبیداله عبید د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې وویل؛ د کابل پوهنتون له زده کړو سره د ترکي ځوانانو علاقمندي د هیواد په پوهنتونونو کې د درسي نصاب ښه والی او پرمخ تګ دی:

"د افغانستان په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلانو د شمولیت لومړۍ ډله؛ له یوې خوا د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې ټینګوي او له بلې خوا دا ثابتوي؛ چې د هېواد د پوهنتونونو تحصیلي سطح مخ په لوړېدو ده او هغه اعتبار یې چې د جنګونو پرمهال له لاسه ورکړی و، بېرته خپلوي."

د لوړوزده کړو وزارت چارواکي وایي، ترکي ځوانان په کابل پوهنتون کې د دې وزارت او د افغان ترک موسسې د پخواني تفاهم نامې له مخې شاملیږي.

د دې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، ترکي ځوانان به د کابل پوهنتون د شرعیاتو، ساینس او د ژبې او ادبیاتو د پوهنځي په ترکي او انګلیسي څانګو کې شامل شي.

په دغو ترکي ځوانانو کې نجونې هم شاملې دي.

د لطیفی په نامه یوې نجلۍ وویل:

"کابو شپږمیاشتې کېږي چې، دلته یو، په دې موده کې مو د امادګي کورس بشپړ کړ.

افغانستان ته زموږ د راتګ هدف د دواړوهیوادو ترمنځ د دوستي لاټینګښت دی؛ موږ دا نه دي ویلي چې؛ ولې افغانستان ته راغلو، بلکې دا مو ویلي چې، ولی مخکې نه یو راغلي."


د لوړو زده کړو وزارت وایي، پخوا تردې هم ځیني بهرنیو ځوانانو د هېواد په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کړي او اوس هم یوشمېرهیوادونو غوښتي چې؛ ځوانان یې د افغانستان په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي.

په کابل پوهنتون کې ترکي ځوانان په داسې حال کې شاملیږي چې؛ سږکال د لوړو زده کړو موسسو ته د ځای د کموالي له امله په زرګونو ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې شول.

د یوزرو درې سوه یونوي یم لمریز کال د کانکور په ازموینه کې شاوخوا یولکو پنځه اویازرو داوطلبو ګډون کړی و؛ چې له دې جملې څخه کابو شپېته زره بریالي او نور یې بې نتیجې پاتې شول.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG