د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۶

روسیه او هند د افغانستان پرحالاتو خبرې کوي


Afghanistan – Russia, India and Iran flags, 09Oct2012
د روسیې ولسمشرولادیمرپوتین به د هند له صدراعظم من موهن سنګ په جنوبي افریقا کې د "بریکس" د ډلې په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پرلاروچارو او د افغانستان د روانې وضعې په اړه خبرې وکړي.

په بریکس کې روسیه، هند، چین، برازیل او جنوبي افریقا شامل دي چې؛ اقتصاد یې په چټکۍ سره وده کوي او د نړیوال اقتصادي قدرت په توګه د راڅرګندیدو په حال کې دي.

د کریملن د مطبوعاتي دفتر یوه مسوول "یوري اوشاکوف" جنوبي افریقا ته د روسیې د ولسمشرله روانېدو مخکې په مسکو کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې؛ پوتین به د بریکس د سرمشریزې په حاشیه کې چې د "دوربان" په ښارکې جوړیږي؛ د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره وګوري او د دوه اړخیز اړیکو د پیاوړي کېدو پرلارو چارو او دغه راز د افغانستان پراوسني وضعیت خبرې وکړي.

د اوشاکوف په وینا، د افغانستان مساله اوس ځکه مهمه ده چې؛ ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۴ م کال ترپایه له دې هیواده بهرني ځواکونه ووځي.

روسیه له دې اندیښمنه ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلوسره به افراطیت او بنسټ پالنه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته وغزیږي. هند هم اندیښمن دی که طالبان چې پاکستان یې ملاتړی بولي، د افغانستان په سیاسي نظام کې شامل شي، د اسلام اباد لاس به برشي.

دغه راز ویل شوي چې، پوتین او سینګ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو استثنایي اړیکو په رڼاکې په دې خبرې وکړې چې؛ څنګه دغه اړیکې لا پراخیدای شي.

د دواړو مشرانو د خبرو په اجنډا کې د سوریې کړکیچ هم شامل دی.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې روسیې او هند د ملګروملتونو په امنیت شورا، جي شل، بریکس، شانګهای او یوشمېر نورو ډلو او سازمانونو کې د نړیوالو مسایلو په اړه د یوه ګډ دریځ د غوره کولو لپاره په خپلو کې همکاري زیاته کړې او مسایل یې ډیرسره تنظیم کړي دي.

د روسیې او هند ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه په تیر۲۰۱۲ م کال کې یولس میلیارډ ډالرو ته رسیده چې؛ مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د کریملین په وینا، دواړه هیوادونه د انرژۍ د سکتور په تیره بیا د اټمي انرژۍ او ځینو نورو لکه فولادو او نورو فلزاتو په برخو کې ګډې پروژې پرمخ وړي.
XS
SM
MD
LG