د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د رايې ورکونکو د نوم لیکنې بهیر يوه مياشت وځنډول شو


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې، د ځینو تخنیکې مسایلو له امله او په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي د یوې هڅې په توګه یې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یوه میاشت ځنډولی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی غواړي، په دې یوه میاشت کې د رايې ورکونې د کارټونو پر داسې یوه ډیزاین کار وکړي؛ چې کاپي یې وانه خیستل شي.

د دې کمېسیون د دار الانشا رییس ضیاالحق امرخیل ازادي راډیو ته د دې بهیر د ځنډیدو ځني نور عوامل داسي په ګوته کړل:

"کارټونه چې ویشل کیږي، په داسې ډول ډیزاین شي، چې په کور دننه او بهر یې هیڅوک نه شي کاپي نه کړای شي، د تذکرې پيل چې تمه ده ژر پیل شي، هغه بهیر ته هم یوه میاشت وخت ورکړل شي.

په ټول هیواد کې د عامه پوهاوي پروګرام ته به هم په دې ډول وخت ورکړل شي، د دغو درو دلایلو په خاطر د انتخاباتو کمېسیون پرېکړه وکړه؛ چې د رايې ورکونکو د نوم لیکلي بهیر د غويي میاشتې له لوموړۍ څخه د غبرګولي میاشتي پنځمي ته اړولی دی."


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په دې بهیر کې به هغو کسانو ته کارټونه ورکړي؛ چې تر راتلوونکو انتخاباتو پورې ۱۸ کلن کیږي او هغو کسانو ته به هم کارټونه ورکړي؛ چې د رايې ورکونې کارټونه ونه لري.

دې کمېسیون پخوا غوښتل، چې راتلونکو انتخاباتو ته له سره عمومي نوم لیکنه وشي؛ خو حکومت ورسره ونه منله.

هغه بهیر اتیا ملیونه ډالرو ته اړتیا درلوده چې، حکومت وویل نه یې شي پوره کولای.

د انتخاباتو کمېسیون چارواکو تر هغه وروسته وویل؛ چې په راتلوونکو انتخاباتو کې پخواني کارتونه د اعتبار وړ دي خو تر څنګ به یې یو شمیر خلکو ته نوي کارتونه هم ورکړي.

دوی وايي چې، نوي ویشل کېدونکې برېښنايي تذکرې به هم د رایې ورکونې د کارټ پر ځای د باور وړ وي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، چې دغه ځنډ کېدای شي د راتلوونکو انتخاباتو پر نورو مهمو پروګرامونو منفي اغېز وکړي.

خو ددې بنسټ اجرایوي رییس جانداد سپین غر ازادۍ راډیو ته دا هم وویل؛ چې په دې سره کېدای شي د درغلیو مخنیوی هم تر یوې اندازې وشي.

"د انتخاباتو د لوی بهیر لپاره وخت کمیږي او پر نورو پروګرامونو اغېز کولای شي، کمېسیون باید د کاندیدانو نوم لیکنې ته تیار شي، د اعتراضونو بهیر ته تیار شي، کمپاین دی او داسې نورې تیاریانې دي.

منفي اغېزې به وي خو که چیرې دغه بهیر لا غښتلی کیږي؛ نو ښه دی چې دغه بهیر وځنډول شي، څو په ښه ډول عملي شي."


ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري میاشتې پر ۱۶ مه وشي.

یوشمېر سیاسي ګوندونه پر حکومت انتقاد کوي چې؛ د رڼو انتخاباتو د کولو نیت نه لري او د انتخاباتو د تیاري کارونه ځنډوي.

خو حکومتي چارواکو دغه ادعاوي رد کړي دي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG