د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۰

د رېل پټلۍ د افغانستان لپاره څومره اهمیت لري؟


په اروپا کې د رېل ګاډي د کار له پیله نژدې دوه سوه کاله وروسته دا دی په افغانستان کې د رېل ګاډي لومړۍ پټلۍ جوړېږي.

د رېل دا پټلۍ د افغانستان لپاره څومره اهمیت لري او له دې لارې د هېواد د وصلولو په وړاندې کومې ستونزې پرتې دي.


څه باندې دوه پېړۍ مخکې په اروپا کې د بخار په وسیله د اورګاډي د لومړني "لوکوموتیف" حرکت د نړۍ په ترانسپورتي سیسټم کې ستر بدلون راوست او دا دی اوسپنیز اس بالاخره افغانستان ته رسېږي.

افغان حکومت چې د ټول هېواد په کچه د دې پروژې د عملي کولو په لومړي پړاو کې دی؛ غواړي، د اورګاډي له پټلۍ څخه د اقتصادي پرمختیا او د سوداګرۍ د پراخولو په ګټه کار واخلي.

د افغانستان د فوایدعامې وزارت معین احمدشاه وحید د دې پروژې په اړه وايي؛ هدف دا دی چې، افغانستان د یوه ځمکني پُل په توګه د انرژۍ د لویو زېرمو لرونکې منځنۍ آسیا او منځنی ختیځ له چین او جنوبي آسیا سره چې؛ اقتصاد یې په چټکۍ سره وده کوي وتړي:

"که افغانستان د اورګاډي د پټلۍ په وسیله په حلقوي ډول او یا هم په لومړي ګام کې له ګاونډیو هېوادونو سره وصل شي؛ نو په راتلونکي کې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او زموږ د هېوادوالو د ژوند د سطحې په لوړولو کې د ډېرې زیاتې ودې څرګندونه وکړي."

په افغانستان کې د رېل ګاډي د پټلۍ د جوړولو په برخه کې لومړی ګام په ۲۰۱۱ کال کې د ۷۵ کیلومټرو په اوږدوالي د مزارشریف او ازبکستان د رېل ګاډي د شبکې له وصلېدو سره واخیستل شو. د دې پټلۍ لګښت د آسیايي پراختیايي بانک له ۱۶۰ میلیونه ډالره مالي مرستې ورکړل شو.

د ازبکستان د رېل ګاډي دولتي کمپنۍ غواړي د کارګو له نړیوالې شبکې سره د دې پروژې د نښلولو لپاره دا پټلۍ اوس د افغانستان او تاجکستان سرحد ته وغځوي او په دوهم پړاو کې، د ۴۰۰ کیلومټره په اوږدوالي د افغانستان له شماله د تېرېدونکې پټلۍ په وسیله د ترکمنستان - تاجکستان د رېل ګاډي له شبکې سره وصل کړي؛ چې دا پروژه هم د آسیايي پراختیايي بانک له مرستې څخه تمویلېږي.

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ:

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ په روانه مارچ میاشت کې د لاسلیک شوې موافقې له مخې د دې پټلۍ د رغولو چارې په راروانه جولای میاشت کې پیلېږي.

د فواید عامې وزارت معین هیله وښوده چې؛ دا پروژه به د افغانستان په شمال کې له طبیعي زېرمو د استخراج شویو محصولاتو د خرڅلاو امکان برابر کړي:

"دا به په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییزو اړیکو لپاره یو انقلاب وي او منځنۍ آسیا هم له یوبل سره وصلوي. دا لنډ مهالی پلان به زموږ د خلکو د اقتصاد په پرمختګ کې هم ډېر مثبت اغېز ولري، زموږ د سوداګرو مالونه به په بهر کې نه پاتې کېږي او ټرانزیټ تجارت به هم ښه وده وکړي."

د افغانستان د شمال پر دې دوو پروژو سربېره د رېل ګاډي د نورو پټلیو د رغونې پلانونه هم شته. د مثال په توګه د افغانستان له لویدیځ څخه ایران ته او له جنوبي ولایتونو څخه پاکستان ته غځېدلې پټلۍ.

د خپلواکو هېوادونو د "کامنوېلټ" یا CIS د غړو د رېل ګاډي له ګډې شبکې او له آذربایجان، ترکیې او ګرجستان سره د افغانستان د پټلۍ د نښلولو د جلا پروژې په اړه هم خبرې روانې دي.

په افغانستان کې د رېل ګاډي پټلۍ د جوړولو فکر نوی نه دی او څو لسیزې مخکې هم په دې اړه پلانونه وو؛ خو افغان کارپوه حبیب الله رفیع وايي، د نولسمې او شلمې پېړۍ پاچایانو د دې هڅو مخه نیوله، ځکه دوی وېره لرله، چې که افغانستان د رېل ګاډي پټلۍ په وسیله له نړۍ سره ونښلي؛ نو د برتانیا او روسیې امپراتورۍ به دا هېواد ټول ونیسي.

په افغانستان کې د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ:

خو په ۱۹۲۵ کال کې د امیر امان الله خان د سلطنت پرمهال په افغانستان کې د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ جوړه شوه. دا اوه کیلومټره اوږده پټلۍ له دهمزنګ څخه دارالامان ته غځېدلې وه؛ خو د امان الله خان د اصلاحاتو پرضد له پاڅون وروسته دا پروژه د راتلونکو څو کلونو لپاره نیمګړې پاتې شوه.

ښاغلی رفیع وايي، فقید سردارمحمد داود د رېل په وسیله له نورې نړۍ سره د افغانستان د وصلولو لپاره نوي پلانونه جوړ کړل؛ خو هېڅکله عملي نشول.

له دې سره د غازي امان الله خان د پټلۍ لومړنی "لوکوموتیف" او واګونونه چې اوس هم د کابل په موزیم کې ساتل کېږي؛ په افغانستان کې د رېل ګاډي د لومړنۍ پروژې د رغونې لپاره د پخوانیو هڅو د یوې نښې په توګه میراث پاتې شول.
XS
SM
MD
LG