د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

"موږ غواړو افغان ځواکونه په خپله د دفاع جوګه شي "


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
کابل چاپ ورځپاڼو نن خپلې لیکنې او تبصرې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر او له ولسمشر حامد کرزي سره د هغه خبري کنفرانس ته ځانګړې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په لومړی مخ کې په غټو ټکو سره د حامد کرزي خبرې راخیستې دي چې ویلي یې وو؛ له کلونو راهیسې وایو، چې له ترهګرۍ سره جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده.

ورځپاڼې د کرزي له خبرو په نکل لیکلي له سیمې، نړۍ او امریکا سره سترا تیژیکې اړیکې غواړو، خو چې زموږ ملي حاکمیت او زموږ د خلکو درناوی په کې شوی وي.

د مطلب لیکوال زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري د دې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ که امنیتي تړون لاسلیک شي، امریکا به له افغانستان څخه دفاع کوي؟ موږ غواړو افغان ځواکونه په خپله د دفاع جوګه شي، موږ به ورسره په ګډه کار کوو.

ویسا په خپله سرمقاله کې لیکي، د انتخاباتو په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې له یوې مرموزې موسکا سره داوې، چې د۲۰۰۹ میلادي کال انتخاباتو پېښې باید بیا تکرار نشي، نه په کې سیاسي لوری، نه حکومت او نه هم نړیواله ټولنه لاسوهنه وکړي.

د سرمقالې د لیکوال په اند د کرزي ښکاره اشاره په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د بهرنیانو لاسوهنو ته وه چې؛ انتخابات یې ډیر بدنام کړل.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې هم د ولسمشرکرزي او کېري د خبري کنفرانس څرګندونې راخیستي دي.

ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د کرزي په وینا لیکي د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره به هېچا ته هم اجازه ورنه کړو چې په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.

د لیکوال په باور د افغان حکومت سیاسي مخالفین په دې وروستیو کې هرځل په ګډو غونډو، کې په حکومت نیوکې کوي او وېره یې دا ده، چې ولسمشر کرزی به یو ځل بیا په اساسي قانون کې تعدیلات راولي او ځان به په واک کې پریږدي.

د سرمقالې د لیکوال په اند د نړیوالو له مرستو پرته د انتخاباتو تر سره کېدل شوني ندي،هغه ځکه چې دانتخاباتو لپاره له تخنیکي مرستو نیولې تر اقتصادي او امنیتي مرستو پورې ټول راتللی شي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې خو ولسمشر کرزي ویلي راتلونکې ټاکنې به په بشپړ ډول افغاني وي او دلیل یې دا وړاندې کوي،چې همدغه ټکی انتخاباتو ته مشروعیت هم ورکولی شي.

د لیکوال په باور ولسمشر هم داځل له بهرنیانو وېره لري، هسې نه چې په انتخاباتو کې له یوه داسې چا ملاتړ وکړي چې د ده مخالف وي.

د سرمقالې په پای کې راغلي که ولسمشر په مستقیمه توګه په څوکۍ پاتې نه شي نو په غیر مستقیمه توګه خو ترې بېلېدونکی هم نه دی.

چمتوکوونکی : رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG