د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د جلال اباد پيښه په درنې مرګ ژوبلې پای ته رسیدلې


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې اووه تنه ځان وژونکو نن سهار وختي شاوخوا څلور نیمې بجې د چټک غبرګون پرقطعې برید کړی، چې درېیو تنو يي خپله ځان ته چاودنه ورکړې او څلور تنه نور د امنيتي ځواکونو د مقاومت پر مهال وژل شوي.

نوموړی وايي، چې په پيښه کې پینځه تنه پولیس هم وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د عامه روغتیا د روغتون یوه ډاګټر، چې نوم يې نه دی څرګند کړی، وايي، چې اووه تنه ملکي وګړي ورته راوړل شوي، چې په دې پيښه کې ټپيان شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په یوې ټلیفوني اړیکه کې د یادې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی او په خبره، چې دوی پنځه تنه ځان وژونکي برید کوونکي وراستولي؛ چې دوو تنو د موټر په وسیله ځان وژونکي بریدونه ترسره کړي او وروسته نور کسان قطعې ته ورداخل شوي؛ چې وسله واله نښته يې پيل کړې وه.

د نوموړي د ادعا له مخې په دې پيښه کې يې تر څلویښت تنو امنيتي ځواکونه يې وژلي او پینځلس تنه بهرنیان، چې هلته يې د روزونکو دنده ترسره کوله وژل شوي.

د مجاهد په خبره دغې نښتې تر سهار اوو بجو پورې دوام کړی و.

خو امنيتي چارواکي بیا د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه خپره شوې ادعا نه مني.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG