د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

یو پاکستانی مقام ولسمشر کرزی د افغانستان د سولې پر وړاندې لوی خنډ ګڼي


یوه پاکستاني مقام ویلي دي، چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په خپله حامد کرزی دی.

افغان چارواکي له ډېرې مودې راهیسې پر پاکستان تور لګوي، چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره له زړه همکاري نه کوي، خو دا تورونه د پاکستان له خوا رد شوي دي.

له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام ویلي، چې که تر ۲۰۱۴ کاله په افغانستان کې سوله ټینګه نشي نو په دې هېواد کې د ګډوډۍ اصلي زیان به پاکستان ته ورسېږي.

ښايي پاکستان، چې په افغانستان کې د سولې په هڅو کې یو مهم اړخ بلل کېږي دې نتیجې ته رسېدلی چې د دوه اړخیز اعتماد د نشتوالي له وجې له ولسمشرحامد کرزي سره ګډ کار نور نو ناممکن دی او ځکه هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې هدف ته د رسېدو لپاره له نورو اړخونو سره تماس ټینګ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په خپله ولسمشر کرزی دی.

یاد شوی مقام وايي، چې ښاغلی کرزی غواړي د یوه ژغورونکي په څېره کې افغانستان سیده دوزخ ته بوځي.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغان ولسمشر ګډوډو ویناوو او پارونو چې هدف یې ظاهراً په هېواد کې دننه د یوه قاطع رهبر په توګه د ځان ښودل دي، دوی سخت ناامېده کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا مقام وايي، زه قطعي باور لرم چې که تر ۲۰۱۴ کاله د سولې هڅې نتیجه ورنه کړي نو په افغانستان کې به یو بشپړه ګډوډي راشي او که داسې وشي نو اصلي زیان به یې پاکستان ته ورسېږي.

دا مقام وايي، چې افغانستان د ولسمشر کرزي په ګډون یا غیاب کې له سولې پرته بله هېڅ لار نه لري او زیاتوي، که افغان ولسمشر خپل دې لجاجت ته دوام ورکړي، نو دی او د سولې عالي شورا به یې په طبیعي ډول منزوي شي.

د دې پاکستاني مقام د څرګندونو په اړه د دولت د ریاست او بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګو له څه ویلو ډډه وکړه خو په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر عزیزخان رویټرز ته ویلي، دا سمه نه ده چې د ټولو ناکامیو پړه پر ولسمشرحامدکرزي واچول شي.

عزیز خان وايي، د سولې په تماسونو کې ټولې خواوې یعنې پاکستان، افغان حکومت، متحدایالات او طالبان ټول خپل شرایط وړاندې کوي، خو د هېڅ یوه دریځ هم روښانه نه دی چې څه غواړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د نیوزویک مجلې د بیورو مشر سمیع یوسفزی وايي چې د سولې د هڅو له بهیره د ولسمشرحامدکرزي د لیرې کولو لپاره په نړیواله کچه هڅې کېږي. ښاغلي یوسفزي آزادۍ راډیو ته وویل چې طالبان هم په همدې دلیل له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون ردوي.

په افغانستان کې دننه د پاکستان د اهدافو په اړه شکونه لاههم پرځای دي. افغان چارواکي او کارپوهان په دې نظر دي چې اسلام آباد په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي په مقصد د دوی په هېواد کې د طالبانو په وسیله نیابتي جګړه پیل کړې ده.

رویټرز خبري آژانس د یوه افغان مقام له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکي چې وايي، اصلي حقیقت دادی چې پاکستان د یوې ناولې لوبي په وسیله له تېرو دېرشو کلونو راهیسې د پردیو تروریستانو په وسیله پر افغانستان د ولکې هڅه کوي.

دا تورونه د پاکستاني چارواکو له خوا په پرله پسې ډول رد شوي.
XS
SM
MD
LG