د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

په کابل کې یو هنري او فرهنګي نندارتون جوړ شو

د نوي کال د پیل په مناسبت په کابل ښار کې یو هنري او فرهنګي نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون په بابر بڼ کې جوړ شوی، چې تر یوې اونۍ به دوام وکړي. د دې فرهنګي او هنري نندارتون مسوولینو ویل، چې فرهنګي او هنري پروګرامونه کولای شي د تاوتریخوالي د فرهنګ په کمولو او له منځه وړلو کې مهم رول ولوبي. د دې نندارتون یو تن جوړونکي او له فساد سره د مبارزې د افغانې شبکې د ادارې مشر طارق اقتداري د دې نندارتون د جوړولو هدف په هېواد کې د فرهنګ او هنرونو ترویج په ګوته کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG