د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۸

فرهنګي او هنري پروګرامونه تاوتریخوالی کمولای شي


د نوي کال د پیل په مناسبت په کابل ښار کې یو هنري او فرهنګي نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون په بابر بڼ کې جوړ شوی، چې تر یوې اونۍ به دوام وکړي.

د دې فرهنګي او هنري نندارتون مسوولینو ویل، چې فرهنګي او هنري پروګرامونه کولای شي د تاوتریخوالي د فرهنګ په کمولو او له منځه وړلو کې مهم رول ولوبي.

د دې نندارتون یو تن جوړونکي او له فساد سره د مبارزې د افغانې شبکې د ادارې مشر طارق اقتداري د دې نندارتون د جوړولو هدف په هېواد کې د فرهنګ او هنرونو ترویج په ګوته کوي:

"په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت، پرمختګ، شفافیت او د قانون د حاکمیت لپاره لازمه ده چې خلک زیاته مطالعه وکړي د فساد پر وړاندې افغانې شبکې د اداره نه یواځې له فساد سره مبارزه کوي بلکې د فساد د فکتورونو له منځه وړلو هم ملاتړ کوي.

د همدې ډول ننداتونونو جوړولو څخه هدف مطالعې او د کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکول دي."


دغه فرهنګي او هنري نندارتون د فساد پر وړاندې افغان شبکې، د هېواد د ځوانانو بنسټ او د کابل ښاروالۍ له خوا جوړ شوی او یوې اوونۍ به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې تر ډېره هنري اثار، نقاشي، خوش نویسي، ډول ډول کتابونه او لاسي صنایع په لسګونو وړو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

په دې مراسمو کې یو شمېر حکومتي مسوولینو او د سیاسي ګوندونو غړیو هم ګډون کړی و.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي وویل، د فرهنګي کارونو او هنر ترویج کولای شي په هېواد کې تاوتریخوالی را کم کړي:

"موږ باید زیات فرهنګي کارونه وکړو، هغه فرهنګي کارونه چې په دې برخه کې ترسره کیږي، له غوښتنو څخه ډېر لرې دي دا چې موږ ۳۰ کاله تاوتریخوالی کړی، نو ۱۰۰ کاله له فرهنګي کارونو څخه وروسته پاتې یو، که چېرې هلې څلې ونه شي او په دې برخه کې پانګونه ونه شي او د مسوولیت احساس ونه کړو له ویر او ماتم څخه به را ونه وځو."

په عین حال کې د افغانستان په حکومت داسې انتقادونه هم کیږي، چې د فرهنګ پياوړي کیدو ته لازم او ګټور پروګرامونه نه لري.

د ملي ایتلاف ویاند سید اقا سانچارکي، چې یو وخت خپله هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال و، وویل فرهنګي مسایلو ته د حکومت نه پاملرنه د دې سبب شوې چې د ده په وینا فساد، تاوتریخوالی او تعصب د مطالعې او هنرونو د فرهنګ ځای ونیسي.

یو شمېر فرهنګیان هم ټینګار کوي، چې حکومت باید د مطالعې او نورو فرهنګي مسایلو د پياوړي کیدو لپاره لا ډیر کار وکړي تر څو د تاوتریخوالي له کمیدو سره مرسته وکړي.



رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG