د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

د اسیا د زړه د هېوادونو درېیمې غونډې ته تیاری


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د استانبول د پروسې په دوام د اسیا د زړه د هېوادونو دریمې غونډې ته تیاری نیسي.

په هغه غوڼده کې چې له همدې امله د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل، د اسیا د زړه تر نامه لاندې غونډه به تر یوې راتلونکې میاشت پورې په قزاقستان کې جوړه شي او هدف یې د سیمه يیزو همکاریو هم غږي کول او پر ګډو سیمه ییزو ستونزو او خنډونو بحث کول دي.

د استانبول د پروسې په دوام، ټاکل شوې د اسیا د زړه د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو درېیمه غونډه به د قزاقستان د الماتې په ښار کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسی مرستیال جاوید لودین، چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د اسیا د زړه هېوادونو د غوڼدې لپاره د تیاری د نیولو لپاره په جوړې شوې غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په راتلونکې غونډه کې به د سیمه يیزو همکاریو پر عملي کیدو او د سیمي د هېوادونو ترمنځ د اعتماد د فضا پر پیاوړتیا خبرې وشي:

"له نننی غوڼدې هدف دا دی چې موږ وکړای شو، چې نه یوازې یوه لنډه کتنه ولرو بلکې په سیمه کې د اعتماد جوړونې د تطبیق لپاره هغه پروګرامونوته مو چې تر لاس لاندې دي هغې کتنه وکړو او له هغې اخوا د الماتي پر اعلامیې بحث وکړو، چې په طبیعي توګه د سیمې عمده مسایل په کې منعکس شوي.

موږ باید له فرصتونو په استفادې سره د الماتي غونډه کې یې وکړای شو په سیمه کې ګډې ستونزې او ګواښونه وڅیړو او پرې موافقه وکړو."


جاوید لودین وړاندې وویل، له یوه نیم کال را پدیخوا د استانبول د پروسې په لړ کې د سیمه يیزو همکاریو په لړ کې ښې لاسته راوړنې شته او په افغانستان کې سوله او ثبات نیغ په نیغه په سیمه کې له سولې او امن سره تړاو لري.

د بهرنیو چارو وزارت وایې، د سیمي د څوارلسو هېوادونو استازي به په دې غوڼده کې ګډون وکړي.

د استانبول پروسه د ۲۰۱۱ میلادی کال د نومبر په دوهمه نیټه په ترکیې کې پيل شوه.

د الماتا د غونډې لپاره په کابل کې د چمتوالي په ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس نیکهیسم هیله وښوده، چې دغه غونډه به ښې لاسته راوړنې ولري او ویې ویل، چې ملګري ملتونه د دا راز غونډو د جوړیدو په لار کې د افغانستان او نورو اسیایې هېوادونو ملاتړی دی.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي تیمور هزایف هم د استانبول د پروسې په دوام دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه وګڼله او هیله یې وښوده، چې په راتلونکې غونډه کې به د سیمې پر سیاسي او اقتصادي مسالو خبرې وشي:

"د استانبول بهیر یو مهم پرمختګ دی، موږ هیله مند یو چی دا راز ناستې په سیمه کې د امنیت په برخې کې همکاری لا زیاتې کړي.

دا راز کتنې ښه نوښت دی ځکه موږ سیمه ييز پیژند ګلوي ته رسوي او د استانبول بهیر یو سیمه ییز پروګرام دی."


که څه هم پخوا تردې د سیمه يیزو همکاریو او د سیمي هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې په اړه کنفرانسونه او غونډې جوړې شوي خو داسې انتقادونه شته چې د سیمي یو شمېر هېوادونه د دې غونډو پریکړې نه عملي کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه خبره نه مني او وایې، چې دغه غونډې پر سیمه يیزو همکاریو اغیزمنې دي.
XS
SM
MD
LG