د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

په ننګرهار کې د بې قانونه نقلیه وسایطو د نیولو کمپاین پیل شو


د ننګرهار امنيې قومندانۍ چارواکي وايي، چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار او له ښاره بهر د هغو نقلیه وسایطو د نیول کمپاین يي پيل کړی، چې بې لمبر پلیټه او یا هم تورې شیشې لري.

د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد معصوم هاشمي وايي، چې دوي دغه کمپاین د ولسمشر د هغه فرمان له مخې پیل کړی، چې د نوي کال په ورځ يي صادر کړی دی.

د نوموړي په خبره تر دې دمه يي څه کم سل عرادې موټر سایکلې، چې قانوني اسناد يي نه لرل او دا رنګه تر اووه ویشت پورې موټرې نیولي دي:

«موږ د ولسمشر د فرمان له مخې دغه کمپاین پیل کړی، چې په تیرو دوو ورځو کې موږ ۹۹ عرادې موټر سایکلې او اووه ویشت عرادې موټرې، چې قانوني اسناد يي نه لرل نیولي دي، په دې کې هغه موټرې، چې تورې شیشې درولودې قانوني چلند مو ورسره کړی دی.»

د ولایتي شورا غړی امیرمحمد ضابط د امنيې قومندانۍ له خوا دا پیل شوی کمپاین ګټور بولي او په خبره يي دا کمپاین باید دوامداره وي، ترڅو په ښار کې د امنیتي پيښو او غلاو مخه ونیول شي:

«په ښار کې ډير کله امنيتي پيښې او د انسان تښتوونې پيښې د همدغو بې قانونه نقلیه وسایطو له لارې ترسره کیدې، دا یو نیک ګام دی او باید دا کمپاین همداسې دوام داره پاتې شي.»

یو شمېر هېوادوال وايي، چې امنيتي چارواکو دا کمپاین باید له وخته پیل کړی وی، ځکه په ښار کې ډیری امنيتي پيښې، غلاوې او انسان تښتوونې د همدغو بې قانونه نقلیه وسایطو له لارې ترسره کیږي:

«فردوس: دا ښکاره خبره ده، چې له ډير خت راهیسې ډيرې داسې پيښې شوي، چې په موټر سایکل یا هغه موټر چلوونکوو، چې قانوني اسناد يي نه لرله خلکو يي غلا کړې او یا هم په همدغو وسایلو کې يي خلک تښتولي دي نو دا یو نیک ګام دی.

شاجهان: دې کمپاین سره به په ښار کې ډير وضعیت ښه شي،موږ خوښ یو،چې دغه ډول نقلیه وسایط ونیول شي او باید پر ټولو یو ډول دا قانون تطبیق شي.»


د دغو هېوادوالو په خبره که چيرې د امنيې قومندانۍ له خوا د بې قانونه نقلیه وسایطو نیول همداسې دوام وکړي، نو په ښار کې د امنيتي او نورو پيښو مخه ورسره ونیول شي.

له دې وړاندې په وار وار رپوټونه خپاره شوي، چې د جلال اباد په ښار کې د بې لمبر پلیټو نقلیه وسایطو له لارې یا خلک تښتول شوي او یا هم د سړک په سر په روانه غلاوې شوي.

راپور : شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG