د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د سرطان ناروغي د مرکزونو نشتوالی ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ کړي


یو شمېر افغانان د عامې روغتیا په وزارت انتقاد کوي، چې د سرطان ناروغي لپاره روغتیايي مرکزونه نه جوړوي.

دوی وایي، چې له یوې خوا په هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره مرکزونه نشته او له بلې خوا ځینې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله پر دې ناروغۍ اخته خپل ناروغان بهر ته د درملنې لپاره نشي بولای.

په هېواد کې د سرطان ناروغي د تشخیص لپاره د مرکزونو نه شتون د دې لامل شوی څو په دې ناروغۍ یو شمېر اخته ناروغان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شي.

یو شمېر افغانان چې مالي وضعیت یې ښه وي خپل ناروغان له هېواد بهر د درملنې لپاره بیایي، خو هغه کورنی بیا چې مالي وضیعیت یې ښه نه وي د خپلو ناروغانو د له منځه تلو لپاره شیبې شماري.

هغه کورنۍ چې کوم غړی یې د سرطان په ناروغۍ اخته وي او مالي وضعیت یې هم ښه نه وي له حکومته غواړي څو د دوي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.


سرطان یوه خطرناکه ناروغي پيژندل شوې، چې ډاکټران وایي که یې په پیل کې سمه درملنه ونشي نو د مرګ لامل کیږي.

یو شمېر ډاکټران وایي، په افغانستان کې د سرطان ناروغي ځکه ډیره خطرناکه ده چې د تشخیص لپاره یې سم روغتیایي مرکزونه نشته.

یو شمېر افغانان وایي، په هېواد کې د سرطان ناروغي د ناسم تشخیص له امله یې د کورنی غړي مړه شوي دي.

توریالی همدا ډول یو افغان دی چې میرمن یې د سرطان ناروغي له امله مړه شوې ده، هغه وایي:

"زما میرمن د سرطان په ناروغۍ اخته شوه، چې بیا مې هند ته بوتله، ډير مصرف مې ورباندې وشو، د پاسپورت په هکله مې هم ډېرې ستونزې تیرې کړې هلته هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوم.

اقتصاد مې هم ښه نه وو، خو له دې ټولو ستونزو سره سره مې بیا هم خپله ښځه بوتله ډاکترانو راته وویل چې شپږ میاشتې درملنه یې وکړه، خو ما هغه هم ومنله خو له بده مرغه چې درملنې یې اغیز ونکړ او مړه شوه.

زما غوښتنه دا ده، چې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ لپاره روغتونونه جوړ شي."


دا چې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص لپاره سم روغتیايي مرکزونه نشته نو یو شمېر خلک اړ کیږي، څو خپل ناروغان له هېواده بهر درملنې لپاره بوځي.

پاکستان، هند او ایران هغه هیوادونه دي چې ګڼ شمیر افغانان د درملنې لپاره ورځي او دغه هیوادونه له دې لارې ډیرې پيسې لاسته راوړي.

په ورته وخت کې یو شمیر ډاکټران هم وایي چې په هیواد کې د سرطان ناروغي د تشخیص لپاره د روغتیایي مرکزونو نه شتون یوه لویه ستونزه ده.

د سرطان ناروغۍ متخصص ډاکټر عابد رحماني آزادۍ راډیو ته وویل:

"زموږ ډیر ناروغان یا هندوستان او یا هم پاکستان ته ځي ځکه زمونږ روغتیايي مرکزونه د سرطان ناروغۍ د دوا او ښه کیفیت د نه درلودلو له امله مونږ خپل ناروغان هلته لیږو.

ځکه چې موږ د ناروغانو د درملنې لپاره په رادیو تراپي برخه کې څه نه لرو."


خو د عامې روغتیا وزارت بیا وایي، چې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص لپاره امکانات او بودجه نه لري.

د دې وزارت سلاکار ډاکټر عبدالله فهیم ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې برخه کې یې له نړېوال اټمي سازمان سره خبرې روانې دي او ښايي په راتلونکو دوه کلونو کې افغانستان د سرطان ناروغۍ د تشخیص مرکزونو لرونکی شي:


"موږ له نړېوال اټمي سازمان سره ژمنه کړې چې دا ډول کارونه به د هغوي تر نظارت لاندې کوو.

په دې برخه کې مو لږ کار کړی او هغه توافق چې له نړېوال اتمی سازمان سره شوي له مخې یې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ لپاره یو ماشین جوړیږي.

موږ هیله مند یو چې په راتلونکو یو نیم تر دوه کلونو به د سرطان ناروغۍ لپاره یو څه کار وکړو."


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې هر کال شاوخوا شپاړلس زره افغانان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي.

یو شمېر افغانان یواځې د سرطان ناروغۍ د تشخیص لپاره د مرکزونو د نه شتون له امله نه بلکې په نورو روغتیایي برخو کې هم د امکاناتو او روغتیايي مرکزونو د نه شتون له امله شکایت کوي.

د عامې روغتیا وزارت تل په روغتیايي برخه کې د ستونزو د حل په هکله خبرې کوي خو خلک شکایت کوي چې د دې وزارت ټولې ژمنې عملي بڼه نه لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG