د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

په هېواد کې د کمپیوټري پاسپورټونو وېش رسماً پیل شو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه د کمپیوټري پاسپورټونو د ویش او چاپيدو پروژه پیل کړه.

افغان چارواکي وایي چې د نویو کمپیوټري پاسپورټونو په ویشلو سره به ترډیره د جعل کارۍ، ناوړه ګټې اخیستنې او جرمونو مخه ونیسي.

د پاسپورټ عمومي ریس سید احمد ناصر هاشمي وایي، چې دغه کمپیوټري پاسپورټونه د نړیوال ملکي هوایي چلند د سازمان له معیار سره برابر دي او دا د افغان حکومت یوه ښه لاسته راوړنه ده.

ناصر هاشمي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کمپیوټري پاسپورټونو د نوي سیستم د پیلیدو په غونډه کې خبرې کولې وویل، دوی به وکولای شي د ورځې پنځه سوه کسانو ته پاسپورټونه وویشي.

"اوس خو د پروژې پیل دی، خو مونږ دا وړتیا لرو چې په کابل کې د ورځې پنځه سوه پاسپورټونه وویشو.

دا پروسه چې په کابل کې ترسره کیږي همداسې ورته کارونه په ولایتونو کې هم کیږي خو ولایتونه خپلې غوښتنې مونږ ته رالیږي.

مونږ له طی مراحل کیدو وروسته د ولایتونو پاسپورټونه چاپوو او د بریښنا له لارې بیرته د پاسپورټ مدیریتونو ته لیږو. هغه قلمي پاسپورټونو اصلآ اعتبار نه درلود او اوسني چې دي په نړیوالو معیارونو برابردي خو توزیع یې یوڅه وخت نیسي."


که څه هم د پاسپورټ رییس څرګنده نه کړه چې د نویو کمپیوټري پاسپورټونو د ویش چارې به څومره وخت ونیسي، خو وې ویل ترهغو چې دا پروژه په ټول هیواد کې عملي کیږي، قلمي پاسپورټونه د اعتبار وړ دي.

د پاسپورټ ریاست وایي چې په دې پروژه باندې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د استرالیا په مالي او د آی، او، ایم په تخنیکي مرسته کار روان وو.

په کابل کې د استرالیا سفیر جانتن فلیپ وویل چې له دې پروژې سره یې پنځه اعشاریه اته میلیونه ډالره مرسته کړې خو وویل افغان حکومت یې باید د ویش په برخه کې له دقت څخه کار واخلي.

"تراوسه ډیر کارونه پاته دي چې باید ترسره شي، حکومت ته مهمه داده چې د هویت پیژندنې په برخه کې له دقت څخه کارواخلي او خپل معلومات د قانون د تنفیذ له ادارو سره شریک کړي.

زه په ټینګار سره ویلی شم چې دا پروژه افغانانو ته هم ډیره مهمه ده، ځکه دوی به په نړیوال معیار برابر اسناد ترلاسه کړي او ددې په وسیله به له نړیوالو سره وصل شي. افغانان کولای شي ددې پاسپورټونو په وسیله خپله سوداګرۍ او اقتصاد هم له نړۍ سره ونښلوي."


په دې پروژه کې بهرنیانو ته د افغانستان د کمپیوټري ویزو ورکړه هم شامله ده چې د افغانستان د سفارتونو له خوا به ورکول کیږي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي د کمپیوټري پاسپورټونو د ویش په برخه کې یې لسګونه کسانو ته مسلکي روزنه ورکړې او د دوی هڅه داده چې د هیواد ټول هوایي ډګرونه او د پاسپورټ د ویش حوزې د یوې شبکې له لارې سره ونښلوي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG