د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصیرې افغان لوري ته د بګرام د زندان سپارلو مسالې ته ځانګړې کړې.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د امریکا د دفاع وزارت په حواله لیکلي؛ بګرام زندان به نن په بشپړ ډول افغان لوري ته وسپارل شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل د جمهور رییس کرزي د دې ژمنې هرکلی وکړ؛ چې خطرناک بندیان به د افغانستان له قانون سره سم په یوه ځانګړي زندان کې ساتل کیږي.

ورځپاڼه د ارګ د ماڼې خبره راخیستې، چې ویلي یې دي، لازم چمتوالی نیول شوی او دالېږد به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره کیږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي امریکا يي لوري څو ځله په دې برخه کې خپلې ژمنې ماتې کړې چې بیا ولسمشر کرزی د دې ژمنو په ماتولو پر امریکا توندې نیوکې هم کړې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې لیکي د افغانستان او امریکا ترمنځ د بګرام زندان د سپارلو پر سره له یوې اوونۍ جدي خبرو وروسته دواړه لوري دې پریکړې ته ورسېدل؛ چې بالاخره نن په بشپړه توګه د دغه زندان چارې افغان لورته وسپارل شي.

د لیکوال په اند په اصل کې د بګرام زندان د دواړو لورو لپاره ډېر مهم دی؛ افغان لوری یې د خپل ملي حاکمیت د بشپړ تحقق لپاره د چارو ترلاسه کول خپل ځنډ نه منونکی مسوولیت یا دنده بولي.

د لیکوال په باور بل لوری امریکا په دغه زندان کې ډېر داسې کسان هم ساتلي؛ چې که خوشي شي، نو هم افغان حکومت او هم امریکا ته سرخوږی جوړولای شي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې؛ بالاخره د دغه ډول خطرناکو زندانیان د ساتلو لپاره افغان حکومت باید جدي ګامونه پورته کړي او افغان لوري دې چارې ته تیاری ښودلی، خو ترڅنګ یې ژمنه کړې، چې هغه بې ګناه زندانیا به پریږدي، چې په ناحقه او بې ګناه نیول شوي دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي هیله ده چې، د بګرام زندان پرسره له وشنګټن سره ټولې ناندرۍ پای ومومي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، کله چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکایانو د بګرام زندان جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان یې په کې زندانیان کړل؛ خو کله چې په ۲۰۰۲ کال کې امریکا د دغه زندان شکنجې سختې کړې؛ نو بدنام شو هغه مهال د سختو شکنجو له امله د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور هم ورکړل شو.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG