د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۶

"په قطرکې د طالبانو د دفتر په اړه د افغان حکومت شرایط بدلون نه دی موندلی"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په قطر کې ‎طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو په اړه د افغان حکومت په شرایطو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې جمهور رییس حامد کرزی په نږدې راتلونکې کې قطر ته سفر وکړي.

قطر ته د جمهور رییس د سفر په درشل کې د بهرنیو چارو وزارت یو ځلې بیا په دې هیواد کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو لپاره پر پخواني شرایطو ټینګار وکړ، هغه شرایط چې تراوسه پورې طالبانو ورته غاړه نه ده ایښې.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستل کیدو مسله یوه له هغو ده چې ټاکل شوې جمهور رییس له قطري چارواکو سره پرې خبرې وکړي.

موسی زي وویل چې ددې دفتر د پرانستل کیدو په اړه د افغان دولت شرایط په خپل ځای دي، له القاعده سره اړیکې شلول او د سولې له عالي شورا سره مذاکراتو ته غاړه ایښودل:

"په قطر کې د مذاکراتو لپاره د دفترد پرانستل کیدو په اړه د افغانستان د دولت دریځ تغییر نه دی کړی. دغه دفتر که جوړیږي یوازې او یوازې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره به جوړیږي. همداراز طالبان باید اعلان وکړي چې له القاعده شبکې سره یې اړیکې شلولي او د افغانستان له دولت او د سولې له عالي شورا سره مذاکراتو ته چمتو دي، دا شرایط پر خپل ځای دي."

ښاغلي موسی زي وویل چې، د قطر د امیر په بلنه په دې سفر کې به جمهور رییس کرزي له قطري چارواکو سره په تجارتي اړیکو هم خبرې وکړي.

نوموړي وویل چې، په کابل کې د قطر د مقیم سفارت پرانستل او قطر ته د افغان کارګرو لیږل ددې سفر د اجنډا نور مسایل دي چې د قطر له چارواکو سره به پرې خبرې وشي.

ښاغلي موسی زي همداراز په خپلو خبرو کې د بګرام زندان د بشپړ سپارل کیدو په اړه د افغان او امریکايي چارواکو د تازه موافقې په اړه هم معلومات ورکړل.

هغه وویل چې ددې موافقې له مخې به امریکايي ځواکونه د بګرام زندان ټول افغان زندانیان د افغانستان دولت ته ورسپاري:

"ټول افغان زندانیان چې د بګرام په زندان کې دي د افغانستان دولت ته به وسپارل شي. یوازیني کسان چې د افغانستان دولت پرې ډیر ټینګار نه درلود هغه بهرني اتباع دي او دلیل یې دا دی چې د افغانستان د دولت لپاره د افغانستان اتباع لومړی توب لري.

هغه بهرني اتباع چې دننه په افغانستان کې په جګړې کې نیول شوي دي، د افغانستان دولت ته د هغوی د احتمالي سپارل کیدو په اړه به په وروستیو مراحلو کې خبرې وشي."


پخوا امریکايي چارواکو افغان حکومت ته د هغو زندانیانو له سپارل کیدو سره موافق نه و چې دوی د افغان او امریکايي عسکرو امنیت ته ډیر خطرناک بلل.
خو داسې ښکاري ، افغان حکومت امریکايي ورته ډاډ ورکړی چې دغه زندانیان به نه خوشې کیږي.

د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ ددې زندان د سپارل کیدو په اړه د اختلافاتو له هواريدو وروسته اوس افغان چارواکو ویلي چې دغه زندان به د دوشنبې په ورځ په بشپړه توګه ور وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG