د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

"طالبانوته شرطونه اېښودل د سولې په خبرو کې د پرمختګ مخه نیسي"


ولسمشر حامد کرزی د قطر د امیر په بلنه په نژدې راتلونکې کې دې هیواد ته ځي. د جمهوري ریاست ویاند اېمل فیضي ازادي راډیو ته وویل؛ په دې سفر کې به د افغانستان او قطر د دوه اړخیزو اړیکو او په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو په اړه خبرې وشي.

افغان ولسمشر په لندن کې، د افغانستان، پاکستان او برتانیا په درې اړخیزه غونډه کې په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانیستو سره موافقه کړې وه؛ خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، افغان حکومت په دوو شرطونو د داسې یوه دفتر پرانیستل مني، یو داچې طالبان به یوازې د سولې له عالي شورا سره خبرې کوي او دوهم دا چې له القاعده سره به اړیکي پرې کوي. خو آیا دا شرطونه به د طالبانو لپاره چې تل یې له خبرو انکار کړی د منلو وړ وي؟

په دې اړه احمدتکل د سولې د عالي شورا له غړي او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان له استازي مولوي عبدالحکیم مجاهد سره مرکه کړې.

مولوي مجاهد د مرکې په پیل کې د سولې په بهیر کې د پرمختیاوو یادونه وکړه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:21 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG