د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۸

په پکتيا کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ٦% زيات شوی


د پکتيا عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د نري رنځ ناروغانو شمېر د تېرو کلونو په نسبت زيات شوی دی.

دوی وايي په نري رنځ اخته کسانو شمېر شپږ سلنه زيات شوی او په تېر کال کې يې ۶۲۵ تنه داسې ثبت کړي چې په نري رنځ يا تبرکلوز اخته دي.

په پکتيا کې د عامې روغتيا رياست د نري رنځ د څانګې مسوول ډاکټر نور احمد وايي د دغو ناروغانو شمېر د پکتيا په لرو پرتو ولسواليو کې زيات شوی دی.

دی وايي چې دوی وخت پر وخت هڅه کړې چې په نري رنځ اخته دغه کسان له دې ناروغۍ وژغوري او تر تداوي لاندې دي:

موږ په تېرو کلونو کې هم په نري رنځ يا تبرکلوز اخته کسان لرل خو سږ کال دغه شمېره زياته شوې اوس په ولسواليو او مرکز ګردېز کې ۶۲۵ بېلابېل مريضان تشخيص شوي، چې تر لازمې تداوۍ لاندې دي

نوموړی دا هم وايي چې پخوا په نري رنځ د اخته کسانو شمېره دوی ته ځکه نه وه معلومه چې صحي تشخيصيه مراکز يې نه لرل، دی وايي اوس دغه شمېر دوی ځکه ثابتولی شي چې د يادې ناروغۍ د درملنې او پېژندنې له پاره يې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې ۱۴ مرکزونه جوړ کړي.

د پکتيا عامې روغتيا رياست سرپرسته ډاکټره نازدانه پکتياوال په ځينو سيمو کې روغتيايي اسانتياوو ته نه لاس رسی په ځای بولي خو وايي ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې د نري رنځ د مخنيوي او پېژندنې لپاره يې په لرې پرتو ولسواليو کې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړې دي:

موږ پخوا ځينې روغتيايي اسانتياوې نه لرلې خو اوس مو په لرو پرتو ولسواليو او مرکز ګردېز کې صحي مرکزونه جوړ کړي دي چې د تبرکلوز د مخنيوي له پاره جدي کار وشي

د پکتيا ولايتي شورا وکيله زرغونه همت وايي چې په نري رنځ د اخته ناروغانو سره لکه څنګه چې لازمه ده د دولت له لوري مرسته نه ده شوې او نه په لرو پرتو ولسواليو کې د دې ناروغانو تداوي په هغه ډول کيږي چې د عامې روغتيا رياست چارواکي يې يادونه کوي :

لکه عامې روغتيا رياست چارواکي چې وايي داسې هم نه ده په ځينو ولسواليو کې به ستونزې وي او ډېرو هغو ناروغانو سره چې په نري رنځ اخته دي نه د کورنيو له خوا او نه هم د دولت له خوا کومه د پام وړ مرسته شوې

د عامې ر وغتيا رياست چارواکي په داسې حال کې په نري رنځ يا تبرکلوز د اخته کسانو د شمېر د زياتېدو خبر ورکوي چې لا هم ددې ولايت په ډېرو سيمو کې خلک له بشپړو روغتايي اسانتياوو څخه بې برخې دي.

راپور – داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG