د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۲۲

"د افغانستان په ګمرکونو کې اداري فساد اوج ته رسیدلی"


له اداري فساد سره د مبارزي د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمیټه وايي چې د افغانستان په ګمرکونوکې اداري فساد اوج ته رسیدلی.

د دغې کمیټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې کې وویل، چې له همدې امله د دغوادارو د عوایدو ډيره برخه شخصي جیبونوته ځي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټه وايي،چې د ننګرهار،هرات او بلخ ولایتونو په ګمرکونوکې یې د اداري فساد د موجودیت په خاطرڅیړنې پیل کړې دي.

د دغه کمیټې د دارالانشاء مشرې سیما غني د یک شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې کې دافغانستان د ګمرکونو په برخه کې د پراخ فساد په اړه اندیښنه وښوده.

میرمن غني وویل، په ګمرکونوکې د عوایدو ډيره برخه حکومتي خزانې ته د تلو پرځای شخصي جیبونو ته ځي.

"متاسفانه ډيری فساد د عوایدو راټولولو په برخه کې موجود دی چې دا فساد ډير په ګمرکونوکې دی،زمونږ په سرحدونو کې،هغه شمیرې چې ما د ماليې وزارت له چارواکو اوریدلي نږدې خپل ۲۰۰ سلنه په فساد کې له لاسه ورکوو."

نوموړې همدارنګه وايي،داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د حکومتي ادارو سربیره په افغانستان کې په ځینو نړیوالو مرستندویه موسسوکې هم فساد موجود دی.

میرمن غني په دې اړوند د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یاUNHCR د دفتر نوم یاد کړ او ویې ویل، په دغه اداره کې د فساد راپورونه ورسیدلي او دوی یې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

د دغی کمیټې مسوولینو په ماليي وزارت کې د یوه دفترلخوا د افغانستان نورو وزارتونوته د سلاکارانو د معرفي کولو په برخه کې د فساد پرموجودیت هم انتقاد وکړ.

د ماليي و زارت چارواکي په ګمرکونو د فساد موجودیت ردوي خو ټینګار کوي چې د پخوا په پرتله د ګمرکونو په برخه کې ډير اصلاحات رامنځته شوی.

د دغه وزارت سلاکار نجیب الله منلی وايي، چې په ګمرکونو کې د ډېرو پیسو شتون فساد ته لار پرانیستې ده:

"فساد هغه ځای کې دی چې هلته زیاتې پیسي دي،د افغانستان اقتصاد چې یو وارداتي اقتصاد دی زموږ ډيرې پیسې په ګمرکونوکې دی نو په طبیعي ډول په ګمرکونو کې د فساد حجم باید لوړ وي داچې ویل کیږي دفساد کچه څو سوه فیصده ته رسیږي دا یوه مبالغه ده ځکه زمونږ اقتصادي واقعیتونه له دې څخه ملاتړ نه کوي."

په دې و روستیوکې د دغه وزارت چارواکو په یوه اقدام کې د لسو رییسانو په شمول ۳۴ تنه لوړ رتبه کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړل او د دوی پرځای یې نوي کسان وګمارل.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي چې دا کار یې دیادشوي وزارت په کارونو کې د ښه والي په خاطر کړی دی.

له اداري فساد سره د مبارزي د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمیټه وايي، په حکومتي،غیرحکومتي او بین المللي ادارو کې د اصلاحاتو په خاطر یې ۷۴ سپارښتنې وړاندیز کړي دي.

هغوی وايي په دغو سپارښتنو کې د ځمکو د غصب،د پوځي تخنیکې معاهدې تعدیل اود ادارو په بیلابیلو برخوکې د اصلاحاتو راوستلو قضیو ته د رسیدګی غوښتنه شویده.

راپور: محمد ویس صمیم
XS
SM
MD
LG