د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۵۷

"په کابل کې ښوونځي د مسلکي ښوونکو او د کتابونو له کمښت سره مخ دي"


په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلیږي چې د کابل ښار یو شمیر زده کوونکي د تدریس د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه لري.

یو شمیر زده کوونکي په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ، د ناسم درسي سیستم او د ښوونکو بې توجهي هغه ستونزې بولي چې لا هم نه دي هوارې شوي او د تعلیمي سیستم کیفیت یې ټيټ ساتلی.

د شنبې په ورځ چې د ښوونځیو د پیل لومړی ورځ وه، یو شمیر ښوونځیو ته لاړم، زده کوونکو شکایت کاوه چې په تیر کال کې یې کتابونه نه درلودل او ښوونکو یې پام نه ورته کاوه.

دوی هیله څرګندوي چې د تیر کال ستونزې باید سږکال تکرار نشي.

په ورته وخت کې ځینې ښوونکي هم مني چې یو شمیر ښوونکي مسلکي نه دي او ښوونځیو ته د وخت تیرولو لپاره ځی.

یو تن ښوونکی سلطان محمد سهاک چې نه یې غوښتل د ښوونځي نوم یې په ډاکه شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په یو شمیر ښوونځيو کې مسلکي استادان نشته، په خاصه توګه زمونږ په ښوونځي کې خو هیڅ نشته.

نو معلومداره خبر ده دغه استادان چې مسلکي نه دي د ښوونې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

هو داسې ښوونکي شته چې زده کوونکي ګواښي، سم درس نه ورکوي او د ازموینې په وخت بیا ډیره سخت ګیري کوي."


بلخوا د افغانستان د پوهنې وزارت هم تاییدوي چې تراوسه پورې پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري.

پنځوس فیصده ښوونکي یا څوارلسم پاس دي او یا هم تر هغې هم په ټیټه کچه کې دي.

د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ وايي چې ددغو ستونزو هواري ته هلې ځلې ودانۍ دي:

"همدا یو میاشت دوه میاشتې که کتابونه وځنډیږي، چې کله کله ترانسپورتي ستونزې د دې لامل کیږي.

پنځلس میلونه کتابونه مو تیر کال نقل کړي، اویا میلونه کتابونه سږکال چاپوو.
زه خپلو ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې انشاالله د کتابونو ستونزه به نه وي.

د مسلکي ښوونکو کمښت هم بله ستونزه وه، خو اوس زمونږ پنځوس سلنه ښوونکي مسلکي شوي او څلور شپیته زره ښوونکي تر تربیې لاندې دي او خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې په راتلونکې کې به سل فیصده ښوونکي مسلکي شي."


د پوهنې وزارت وايي چې سږ کال به په هیواد کې دزده کوونکو شمیر شاوخوا لس ملیونو ته ورسیږي.

که له یوې خوا د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د پوهنې د کیفیت په اړه شکایتونه کیږي، له بلې خوا په ځینو ناامنیو سیمو کې لا هم په سلګونو ښوونځي تړلي پاتې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي دا ژمنه هم کوي چې سږ کال به د خلکو په مرسته ټول تړلي ښوونځي بیرته پرانیزي خو روانو ناامنیو ته په کتو سره ددې ژمنې عملي کیدل هم یو ستونزمن کار بریښي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG