د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

ولسي جرګې پر کورنیو چارو وزارت او د امنیت شورا پر مشر نیوکې وکړې


د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړي، د کورنیو چارو پر وزارت انتقادونه کوي؛ چې په هیواد کې یې خصوصي امنیتي کمپنۍ په بشپړه توګه نه دي لغوه کړي.

له دې سره چې د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د شخصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو لپاره وروستۍ نېټه د نوي لمریز کال پيل یاد کړی و؛ خو د ولسي جرګې د کورني امنیت غړي وايي، چې لا هم یو شمېر کمپنۍ فعالي دي او نه دي لغوه شوي.

د ولسي جرګې د کورني او ملي امنیت کمېسیون د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت د څانګې مرستیال خپلې غونډې ته ورغوښتی و او له هغه څخه یې وغوښتل، چې د هغو کمپنیو لست دې له دوی سره شریک کړي؛ چې تر اوسه نه دي لغوه شوي.

د دې کميسیون غړو د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار رنګین دادفر سپنتا پر هغه مکتوب هم انتقادونه وکړل؛ چې د ځینو هغو کمپنیو د نه لغوه کولو غوښتنه په کې شوې، چې د بهرنیو ډیپلوماټیکو ادارو امنیت ساتي.

محمد نعیم لالی حمیدزی او نظیفه ذکې وايي، چې د ولسمشر کرزي فرمان باید په ټولو وګړو یوشان پلی شي.

"۱- غیرقانوني فعالیت یوازې د کابل هرات پر لاره نه بلکې د کابل مزار پر لارهم شتون لري. کومې غیر قانوني امنیتي کمپنۍ چې په زورواکانو پورې اړه لري؛ د هغوی لیستونه باید د داخلي امنیت له کمیسیون سره شریک کړئ.

۲ – ښاغلی دادفر سپنتا څه کاره دی، چې تاسو ته د یوه مکتوب له لارې فرمان درکوي، چې باید یوشمېر امنیتي کمپنیو ته د فعالیت اجازه ورکړئ. ایا د ښاغلي سپنتا لاسلیک د ولسمشر له حکم څخه ارزښت لري؟"


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د مارچ په لوموړیو کې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د نوي لمریز کال تر پيل مخکې به په هیواد کې د موجودو ۳۶ فعالو شخصي امنیتي کمپنیو فعالیتونه ودروي، چې تر ډېره د بهرنیو ډیپلوماټیکو ادارو امنیت ساتي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د تیر لمریز کال د لړم په میاشت کې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې په هیواد کې بهرنۍ ډیپلوماټیکې ادارې کولای شي؛ د خپل داخلي امنیت لپاره ځیني شخصي امنیتي کمپنۍ په دنده وګماري او دا د دوی ډیپلوماټیک حق دی.

د ولسي جرګې د کورني او ملي امنیت د کمیسیون غړو دغه مکتوب له ازادۍ راډیو سره شریک کړی دی.

د دې کمیسیون غړي همداراز وايي چې، اوس هم یو شمېر هغه خصوصي امنیتي کمپنۍ نه دي لغوه شوي چې؛ په ځینو وزیرانو، وکیلانو او جهادي مشرانو پورې اړه لري.

خو د کورنیوچارو د وزارت عامه محافظت د څانګي مرستیال جمیل جنبش وایي؛ چې په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي حکم په بشپړه توګه عملي شوی.

"د افغان ولسمشر د فرمان د عملي کولو په اړه په ډیره لږ اندازه ځنډ هم نه دی راغلی؛ یو د اریا په نوم د سکورټ شخصي کمپنۍ چې له هرات څخه تر ښوراوو پورې فعالیت کوي او موږ هیله لرو، چې تر دوو میاشتو پوري هغه هم لغوه کړو.

که له دې بغیر تاسو د بلي کمپنۍ په اړه معلومات ولری؛ چې فعالیت کوي، نو ما محاکمې ته ور وپیژنی، چې دغه کار ما نه دی کړی."

په افغانستان کې د شخصي امنیتي کمپنیو یو له مهمو کارونو څخه پر لویو لارو د پوځي اکمالاتي کاروانونو ساتنه وه؛ چې د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه کار اوس د عامه محافظت د پولیسو له خوا کیږي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۵۷ کورنیو او بهرنیو شخصي امنیتي کمپنیو فعالیت کاوه، چې تر ۵۰ زرو ډیر کار کوونکې یې درلودل.

د لومړي ځل لپاره افغان ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۹ م کال کې په افغانستان کې د ټولو شخصي امنیتي کمپنیو د لغوکولو حکم کړی وو، چې ګواکې له دغو کمپنیو ځیني د افغانستان له قوانینو سرغړونه کړې او په ناامنیو کې لاس لري.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG