د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۴۶

ننګرهار: وروستیو بارانونو په سلګونو کورنۍ زیانمنې کړې دي


د سختو بارانونو له امله په ننګرهار کې په سلګونو کورنۍ زیانمن شو‎ي او د کابل جلال اباد لویه لاره هم تړل شوې ده.

له تیرو څو دوو ورځو راهیسې په ننګرهار کې بارانونو سخت زور کړی؛ چې له امله يې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته ویلي چې؛ د دې ولایت په یو شمېر ولسواليو کې سیلاونو په سلګونو جریبه ځمکه وړې او دارنګه په ځينو ولسوالیو کې څه کم دوه سوه کورونه يي زیانمن کړي.

"له تیرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې سختو بارانونو د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا پنځه سوه جریبه ځمکه ویجاړه کړې او ۱۲۶۰ کورونه زیانمن شوي او دارنګه یو تن وژل شوی."

د نوموړي په خبره د ننګرهار ولایت مقام مرستندویه ادارو ته دنده سپارلې، چې زیانمنو شویو سیمو ته خپل کاري ټيمونه واستوي او کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

بل خوا د سختو ورښتونو له امله تېر ماذیګر ناوخته د درونټې په ساحه کې د غره د ښویېدو له امله د کابل جلال اباد لویه لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د لغمان د والي مرستیال جمعیت الله حمیدي، چې یادې سیمې ته ورغلی و، ازادۍ راډیو ته وویل چې، دغه لاره د سختو ورښتونو په پایله کې د غره د ښویېدو له امله تړل شوې ده.

جمعیت الله حمیدي وايي، سیمې ته د ننګرهار او لغمان د ټولګټو ریاستونو کارکوونکي راغلي او د لارې د خلاصیدو هڅې روانې دي.

"د پرون ماذیګر نه زموږ کاري ټیمونه کوښښ کوي چې؛ دغه لاره خلاصه کړي، تاسې عملاً ګورئ، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د ټولګټو ریاستونو کاري ټیمونه دلته راغلي او د لارې د پاکونې هڅې کوي کوښښ کوو،چې دغه لاره ژر خلاصه شي."

یوه اونۍ وړاندې هم په یاده سیمه کې د یوې لويې ډبرې د راښویېدو له امله د کابل - جلال اباد لویه لاره تړل شوې وه چې؛ د درې ورځو په تیرېدو سره خلاصه شوه.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، چې دوی هڅه کوي، چې دغه لاره تر سبا پورې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.

اوسمهال وړې مسافر وړونکې موټرې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د بای پاس سړک نه په استفادې کابل ته تګ راتګ کوي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG