د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

په کابل کې د تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو د مخنیوي کمپاین پیل شوی


د کابل پولیسو یو ځلې بیا په دې ښار کې د تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځیدو د مخنیوي کمپاین پیل کړی دی.

پولیسو په کابل کې د وزیرانو شورا د هغې پریکړې د عملي کیدو لپاره هڅې پیل کړې چې؛ د جګپوړو چارواکو له خوا یې له موټرو، ساتوونکو او وسلو پر ګرځیدو یې نوي محدودیتونه لګولي دي.

پولیسو د شنبې په ورځ په همدې اړه یو کمپاین پیل کړ چې؛ تر څو په کابل ښار کې د تورو شیشو او غیر معیاري پلیټ موټرو او د درنو وسلو د ګرځیدو مخه ونیسي.

د دې کمپاین په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وویل؛ چې دغه هلې ځلې یې د ملي امنیت او ملي اوردو په مرسته او د ولسمشر د فرمان له مخې پیل کړي دي.

ښاغلي صدیقي دغه څرکندونې د کابل ښار د د مسعود څلور لاري په سیمه کې د سړک په غاړه چې نور پولیس هم ورسره ولاړ وو؛ رسنیو ته وکړې.

پولیسو غوښتل د رسنیو تر مخ یو شمېر د تورو ښیښي لرونکي موټر ودروي او شیشې یې پاکې کړي.

د وزیرانو شوار په دې وروستیو کې پریکړه وکړه چې؛ وزیران له دوو او تر هغې ټیټ پوړي چارواکي له دوو زیات موټر له ځان سره نشي ګرځولای.

د پریکړې له مخې همداراز هیڅ چارواکی په تورو ښيښو موتر کې نشي ګرځیدای.
همداراز د ښار په منځ د چارواکو ساتوونکي د هغوی د حفاظت لپاره درنې وسلې نشي ګرځولای.

خلک او یو شمیر چارواکي په دی باوري دي، چې ځینې نا امنیۍ له همدې تورو ښیښو لرونکو او بې پلیټه موټرو څخه رامنځ ته کیږي.

پخوا هم څو څو ځلې افغان دولت هڅه کړې چې؛ په ښار کې د تورو ښیښو د موټرو د ګرځیدو مخه ونیسي.

خو ددغو هڅو سره سره تراوسه پورې په کابل ښار کې لیدل کیږي چې ځینې دولتي چارواکي او غیر دولتي کسان په تورو ښیښو موټرو کې ګرځي.

دا څرګنده نه ده چې ایا افغان حکومت به داځل ددغو محدودیتونو په عملي کیدو بریالي شي او که نه.
XS
SM
MD
LG