د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

په مزار کې د افغاني تولیداتو، هنري او ادبي اثارو نندارتون

په مزار شریف کې د ګل سرخ له مېلې څو ورځې مخکې سوداګر او دکاندارانو تیاریانې نیسي، ځکه په دې ورځ نه یوازې د هېواد له نورو ولایتونو څخه بلکه له هېواد څخه بهر خلک په دې میله کې د ګډون لپاره دې ښار ته ځانونه رسوي همدا لامل دی، چې د دوی عایدات هم د نورو ورځو په پرتله څو چنده زیاتیږي. په دې ورځ افغان صنعت کاران، بزګران، فرهنګیان او هنرمندان، خپل تولیدا او اثار نندارې ته وړاندې کوي. د مزار شریف د صنایعو او سوداګرۍ رییس ډاکټر محمد هاشم برنا وايي؛ چې دا نندارتون به څو ورځې د هېوادوالو پر مخ پرانیستی وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG