د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لاهم په منځني ختیځ کې پاتې دی


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري، چې د جمهور ریس بارک اوباما سره یو ځای منځني ختیځ ته تللی و، هلته پاتې شوی دی.

د بهرنیوچارو د وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي رويټرز ته ویلي؛ چې جان کرې د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس او د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره یې جلا جلا وکتل.

د دې خبرو په اړه ډیر جزیات نه دي ورکړ شوي.

د جمهور رییس اوباما دا سفر د ډيپلوماټیکو اړیکو تازه کول وو؛ خو د اسراییل او فلسطین د سولې د پروسې په اړه یې کوم نوی پلان سیمې ته له ځان سره نه وو وړی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري، چې له جمهور رییس اوباما سره په دې سفر کې ملګری و، په سیمه کې پاته شو او یوې فلسطیني سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي؛ چې په اردن کې یې له محمود عباس سره وکتل او دوه ساعته خبرې یې سره وکړې.

له فلسېیني او اسراییلي مشرانو سره د جان کېري کتنه:

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز اژآنس ته ویلي، چې د بهرنیوچارو وزیر د اسراییل له صدراعظم او د فلسطیني ادارې له مشر سره ګټورې خبرې وکړې.

ښاغلي کېري په دواړو کتنو کې ټینګار کړی؛ چې سوله یوازې یو امکان نه دی، بلکه د اسراییلیانو او فلسطینیانو د راتلونکې لپاره یو ضرورت دی.

یوې فلسطیني سرچینې ویلي، چې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره د جان کېري خبرې تر ډېره حده پردې را څرخیدې؛ چې څرنګه د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره ګډ اهداف وموندل شي او خبرداری یې ورکړی، چې باید د عاجلو نتایجو د ترلاسه کولو تمه ونه شي.

د سولې د خبرو د پیلېدو اړتیا:

دې فلسطیني سرچینې، چې نوم یې پټ ساتل شوی، د رویټرز خبري اژآنس ته ویلي؛ چې د سولې د خبرو رسمي بیا پيل وخت ته اړتیا لري.

جمهور رییس بارک اوباما د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پيل کیدو هڅو ته لومړیتوب ورکړی و؛ خو د سولې خبرو په ۲۰۱۰ (میلادي) کال کې د اسراییل له خوا د یهودي میشت ځایونو د جوړولو د بیا پيل له امله خپل لوری بدل کړ.

د متحدو ایالاتو د بهرنیوچارو زیر په سیمې کې خپل سفر ته دوام ورکړی دی او نن سهار بغداد ته ورسید.

عراق ته د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر دا سفر مخکې نه و اعلان شوی.

رپوټونه وايي، چې دی به پر عراقي چارواکو فشار راولی، تر څو د سوریې په اړه همکاري زیاته کړي.

یو شمیر امریکايي چارواکو، چې په دې سفر کې له جان کېري سره ملګري وو؛ خبریالانو ته وویل، چې دی به د عراق پر صدراعظم نوري المالکي او نورو لوړ رتبه مقاماتو فشار راولي تر څو هغو ایرانیو الوتکو ته د عراق په فضايي قلمرو کې د الوتو اجازه ورنه کړي؛ چې د سوریې د رژیم د ملاتړ لپاره وسلې او پوځيان هغه هیواد ته لیږدوي.
XS
SM
MD
LG