د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

پاکستان: پروېز مشرف کراچۍ ته را ورسېد


د پاکستان پخوانى ولسمشر پروېز مشرف له خپل ټاکلي اعلان سره سم نن پاکستان ته رسېدلى دى، خو لا هم د کراچۍ له هوايي ډګره نه دى راوتلى، بل لور ته د پاکستان وسلوالو طالبانو پرون د يوې ويډيو په خپرولو سره پر پروېز مشرف باندې د ځانوژونکي بريد ګواښ کړى دى.

د پاکستان د پوځ پخوانى لوى درستيز او پخوانى ولسمشر جنرال پروېز مشرف تر څلورنيم کاله جلاوطنۍ وروسته د يکشنبې په ورځ د ماسپښين د يوې بجې په شاوخوا کې په يوه ځانګړې الوتکه کې د عربي اماراتو له دوبۍ ښاره کراچۍ ته را ورسېد.

د پروېز مشرف د راتګ پر وخت د کراچۍ پر هوايي ډګر باندې د هغه د ګوند او د کراچۍ په زرګونو ښاريان د هغه هرکلي ته را غونډ شوي وو او سلګونه رېنجر پوليس، ښاري پوليس او د هوايي ډګر د امنيتي ځواک سرتېري د امنيت ساتلو لپاره ځاى پر ځاى شوي وو.

پخواني ولسمشر پروېز مشرف پاکستان ته تر را روانېدو مخکې په دوبۍ ښار کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ چې په دې ډېر خوشاله دى چې په کراچۍ کې امنيتي ادارې د ده د امنيت غم خوري. مشرف ويلي، چې پاکستان دا وخت له ډېرو ستونځو سره مخامخ دى او دى به د دغو ستونځو په له منځه وړلو کې خپل رول تر سره کوي.

په پاکستان کې د سياسي چارو کارپوهان د پروېز مشرف راتګ د کوم سياسي بدلون لپاره چندان د ارزښت وړ نه ګڼي؛ خو سياسي ګوندونه که په ښکاره د مشرف د راتګ مخالفت نه کوي؛ خو هغه په دې تورنوي چې پر قبايلي سيمو باندې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د ده په توافق پيل شول؛ چې وايي، له امله يې په پاکستان کې ترهګري زياته شوه.

پروېز مشرف په پاکستان کې په درېوو قضيو کې ښکېل دى؛ پر هغه تور دى چې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو د ټينګ امنيت غم يې نه و خوړلى؛ ځکه هغه و وژل شوه، د بلوچستان د پخواني اعلى وزير او بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر بګټي په وژلو هم تورن دى او دا تور پرې لګېږي چې؛ د پاکستان د سترې محکمې د قاضي القضات افتخار محمدچوهدري په شمول يې د عدليې شپېته قاضيان په غيرقانوني توګه نظربند ساتلي وو؛ خو د سيند اعلى محکمې دوې ورځې وړاندې په درېوو بېلابېلو قضيو کې د پروېز مشرف د ژغورنې ضمانتونه ومنل.

پاکستان ته د پروېز مشرف د راتګ تر اعلان وروسته د پاکستان د وسلوالو طالبانو تحريک د شنبې په ورځ يوه ويډيو خپره کړه او د مشرف له راتګ سره کلک مخالفت څرګند کړ.

احسان الله احسان چې د وسلوالو طالبانو د وياند په توګه پېژندل کېږي؛ په دې ويډيو کې وايي، دوى به پر پروېز مشرف باندې ځانوژونکي بريدونه وکړي ځکه؛ چې وايي، هغه په اسلام اباد کې پر سره جومات او جامعه حفصه باندې په عملياتو کې لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي وو.

د يادونې وړ ده چې، د پاکستان د پوځ پخوانى لوى درستيز پروېز مشرف د ٢٠٠٨م کال په اګست مياشت کې د پاکستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفى وکړه او د هماغه کال په نومبر کې له پاکستانه جلاوطنۍ ته اړ کړاى شو.

ټاکل شوې وه چې، پروېز مشرف به تر را رسېدو وروسته د پاکستان د بنسټ ايښودونکي قايداعظم محمدعلي جناح له مزار سره د ده هرکلي ته ورغليو خلکو ته په ولسي غونډه کې وينا وکړي؛ خو پوليسو د وسلوالو طالبانو له خوا د احتمالي بريدونو د خطر له امله د هغه د غونډې ځاى بدل کړى، خو پروېز مشرف لا د کراچۍ په هوايي ډګر کې دى او کېداى شي هملته خپلو پلويانو ته د خپلو راتلونکيو سياسي پلانونو په اړه وينا وکړي.

راپور: بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG