د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۰۰

میرهزار خان کهوسو د پاکستان دسرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو


د دې هیواد د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن یکشنبه د رایو په اکثریت متقاعد قاضي میرهزار خان کهوسو ددې هیواد د سرپرست صدارعظم په توګه وټاکه.

د انتخاباتو کمیسیون له مطبوعاتي مرکزه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې کمیسیون ځانګړې پنځه کسیزې ډلې تر بحث وسلا مشورې وروسته درایو په اکثریت سره نوموړی دسرپرست صدارعظم په توګه وټاکه.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې له پنځو څلورو غړیو دنوموړي په پلوي او یواځې يوه يې په مخالفت کې رایه ورکړې.

ښاغلی کهوسو ۸۴ کاله وړاندې په بلوچستان کې زیږیدلی، په سندهـ پوهنتون کې يې دقانون په څانګه کې لوړې زده کړې کړي.

هغه د مدافع وکیل او بیا وروسته د قاضي په توګه کار کړی، که څه هم نوموړی په ښکاره له هیڅ کوم سیاسي ګوند سره اړیکې نه لري خو پخوانی اپوزیسیون چې د نوازشریف ډله يې په سر کې ده نوموړی د پيپلز ګوند خواخوږی بولي.

دسرپرست صدراعظم دټاکنې واک وروسته ترهغې د انتخاباتو کمیسیون ته وسپارل شو چې دپخواني حکومت او اپوزیسیون ډلې په دې لړکې پاتې راغلې.

د پاکستان داساسي قانون له مخې که حکومت او اپوزیسیون په درېيو ورځو کې دسرپرست صدراعظم پر نوم سلا نشي نو دانتخاباتو کمیسیون به دهغو کسانو له ډلې یوتن دسرپرست صدراعظم په توګه ټاکي چې اپوزیسیون او حکومت وړاندې کړي وي.

د انتخباتو کمیسیون دمۍ یوولسمه د پارلماني انتخاباتو ورځ اعلان کړې.

د پيپلز ګوند په مشرۍ ائتلافي حکومت د پاکستان په تاریخ کې لومړنی جمهوري حکومت و چې څو ورځې وړاندې يې خپله پنځه کلنه کاري دوره پوره کړه.
XS
SM
MD
LG