د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د بلوچستان موقت اعلى وزير د موقتي حکومت لوړه وکړه


د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ شپږ ورځې مخکې منحل شوه او د موقتي دورې لپاره د اعلى وزير په توګه نواب غوث بخش بارزوى ټاکل شوى دى. موقت اعلى وزير پرون لوړه کړې او ډاډ يې څرګند کړى چې راتلونکي انتخابات به شفاف وي او ټول ملتپال ګوندونه به پکې برخې اخيستو ته هڅوي.

په بلوچستان کې د راتلونکيو پارلماني انتخاباتو د څارنې لپاره د موقتي دورې د حکومت اعلى وزير نواب غوث بخش باروزي پرون د بلوچستان د ګورنر په دفتر کې د خپلې دندې لوړه وکړه. ګورنر ذوالفقار علي مګسي نواب بارزوي ته لوړه ورکړه. د بلوچستان پخواني اعلى وزير نواب اسلم رئيساني هم د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او ويې ويل چې د موقتي دورې اعلى وزير يې د ټولو سياسي ګوندونو په خوښه ټاکلى دى:

((د پاکستان د ١٩٧٣م کال اساسي قانون ته په پام سره مو د موقتي حکومت پر ماده لاسليک وکړ او نواب غوث بخش بارزوى مو د حکومتي او اپوزيسون ګوندونو په خوښه د موقت اعلى وزير په توګه وټاکه، له نېکه مرغه موږ له سياسي بلوغته کار واخيست.))

ټاکل شوې ده چې د پاکستان راتلونکي پارلماني انتخابات به د مې د مياشتې پر يوولسمه نېټه وشي، خو په پاکستان کې امنيتي حالات او بېلابېل سياسي او اقتصادي بحرانونه ښايي د انتخاباتو نېټه بدله کړي، د بلوچستان په بلوڅي سيمو کې د وسلوالو بلوڅانو فعاليتونو د دې ايالت ملتپال ګوندونه لا هم زړه نا زړه کړي دي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي که نه.

د بلوچستان نوى موقت اعلى وزير نواب غوث بخش باروزى وايي د موقتي حکومت کابينه به يې تر لسو وزيرانو زياته نه وي، انتخابات به شفاف وي او هڅه به کوي چې د امنيت تر بشپړ ټينګښت وروسته ملتپال ګوندونه هم په راتلونکيو پارلماني ټاکنو کې ضرور ګډون ته وهڅوي:

((په بلوچستان کې چې څومره قومونه هم اوسېږي، د ټولو لپاره به داسې کار کوو چې پر مخ د راتلونکي حکومت لپاره کار اسانه شي، ملتپال د دې ايالت ريښتيني قوتونه دي، ريښتيني قوتونه څوک هېرولاى نه شي، دا د بلوچستان بدمرغي ده چې دوى په تېرو ټاکنو کې بايکاټ وکړ، موږ به له دغو ملتپالو سره خبرې کوو او دا ځل به يې هڅوو چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.))

نوى ټاکل شوى موقت اعلى وزيرد مسلک له مخې ډاکټر دى، چې په ١٩٥٤م کال کې د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته له سيوۍ سيمې شپږ کيلوميټره لرې د کوړک په کلي کې زېږېدلى دى، څه موده يې د ډاکټر په توګه حکومتي دنده تر سره کړه او په ١٩٩٥م کال کې يې د پلار تر مړينې وروسته- چې د قومي مشر په توګه وټاکل شو- استعفى ورکړه.

په ٢٠٠٨م کال کې هم د مير صالح محمد بوتاني په موقتي کابينه کې د ماليې ايالتي وزير وو او پلار يې نواب محمدخان باروزى هم- چې په پيپلز ګوند کې وو- د بلوچستان اعلى وزير اوسېدلى او دوه ځله د بلوچستان اسمبلۍ رئيس پاته شوى دى.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG