د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

پروېز مشرف پاکستان ته ستنیږي


د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف چې څوکاله وشو په لندن او دوبۍ کې په تبعید کې اوسیږي ویلي نن (یکشنه) به پاکستان ته ستون شي.

د دې کال په لومړيو کې د پاکستان د حکومت دې پخواني مشر بیرته هیواد ته د ستنیدو نیت په ډاګه کړی و، خو پرون په دوبۍ کې پرویز مشرف تایید کړه چې؛ د می د یوولسمې نیټې په انتخابات کې د ګډون لپاره د کراچۍ بندري ښار ته ستنیږي.

"له بدمرغه ډيرو فکر کاوه چې زه به بیا پاکستان ته ولاړ نه شم. خو زه اوس پاکستان ته ستنیږم."

د مشرف له دې اعلان څخه لا څو ساعتونه نه وو تیر شوي چې؛ پاکستاني طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ګواښ وکړ چې؛ د دوی ځان وژنکي بریدو کونکي چمتو دي چې پاکستان ته د پرویزمشرف له داخلېدو سره سم پر نوموړي برید وکړي او د دوی په وینا دوزخ ته یې واستوي.

خو پرویز مشرف وايي، له دې ګواښونو نه ویریږي.

"هغوی هڅه کړې چې، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نیټې له پېښې وروسته ما دوزخ ته واستوي چې؛ اوس له هغې دولس کاله تیر شوي، نو دوی نه دي توانیدلي چې دا کار ترسره کړي، زه د هغو کسانو څخه نه یم چې، له دا ډول بیانونو څخه وډار شم."

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې له بریدونو وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو پر پرویزمشرف فشار راوړ چې؛ د امریکایانو ملاتړ وکړي او د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

مشرف د ۱۹۹۹م کال په کودتا کې واک ته رسیدلی وو. پر نوموړی تور دی چې، د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو په وژنه کې یې لاس درلود.

خو خپله پرویز مشرف د ادعا رد کړې ده. د راپورونو له مخې د پرویز مشرف حقوقي ډلې د سند ایالت په یوه محکمه نوموړې ته مخکې له مخکې ضمانت اخیستی دی. دا په دې مانا ده، چې پرویز مشرف به پاکستان ته د تلو سره سم نه نیول کیږي.
XS
SM
MD
LG