د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

په پاکستان کې د پوځ پر یوه مرکز د موټربم حملې درنه مرګ ژوبله اړولې


له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي چې بریدګر له چاودیدونکیو موادو ډک موټر له هغه پوځي مرکز سره جنګولی چې دلويې لارې پرسر واقع و.

امنیتي سرچینې په دې حمله کې دڅه کم پنځوسو پوځيانو دمرګ ژوبلې خبر ورکوي.


په شمالي وزیرستان کې امنيتي سرچینې وايي دبیګاشپې په ځانمرګي برید کې دوژل شویو دولتي سرتیرو شمیر اوولسو تنو ته رسیدلی.

له سیمې دترلاسه شویو راپورونو له مخې داحمله دمیرانشاه په مربوطاتو کې پر ایشا نومي امنيتي مرکز شوې.

دپوځ دعامه اړیکو ادارې مسوولینو پيښه تائید کړې خو دڅرنګوالي او مرګ ژوبلې په باب يې څه ندي ویلي.

یوه امنيتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل، چې په دې حمله کې لږ ترلږه اوولس تنه پوځيان وژل شوي او تر دیرشو ډير ټپيان دي.

پوځي سرچینې دپيښې په باب ډير جزیات نه ورکوي خو دباخبره سرچینو دمعلوماتو له مخې دیوشمیر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی او امکان شته چې د وژل شویو اصل شمیر نور هم لوړ شي.

تر دې وړاندې دشپې تر ناوخته پورې ځينې پوځي سرچینو دنوم نه ښوولو په شرط یواځې د شپږو تنو دوژل کیدا خبر ورکړی و.

دپوځي سرچینو دمعلوماتو له مخې حمله د اوبو دټانکر په وسیله شوې.

یوه ځايي امنيتي مسوول له سیمې په تلیفون ازادۍ راډيو ته وویل، بریدګر د وبو ټانکر کې چې دلومړنیو معلوماتو له مخې په زیات مقدار کې چاودیدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي وو دپوځيانو له پوستې سره وجنګاوه.

دخبرځای دمعلوماتو له مخې دچاودنې له امله دغه پوسته او څیرمه د سرتیرو څو کوټې په بشپړه توګه نړیدلي.

یوه ځايي خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغې امنيتي پوستې څو خونې لرلې او تل به لسګونه پوځيان پکې او ملیشه یا نیمه پوځي سرتیري پکې دیره ول.

نوموړی وايي دبرید په ترڅ کې نژدې ټولې ودانۍ نړیدلي او امکان شته چې یوشمیر سرتیري دې لاهم تر نړیدلو ودانیو لاندې ایسار وي.

ایشا له استراتیژيک پلوه یو له مهمو پوځي مرکزونو ګڼل کیږي، چې دمیرانشاه او میرعلي ترمنځ دلويې لارې په اوږدو کې موقعیت لري.

شمالي وزیرستان چې دځايي او بهرنیو وسله والو جنګیالیو اصل مرکز بلل کیږي له تیرو څو کلونو راهیسې دناکراریو ښکار دی.

د راپورونو له مخې په دې سیمه کې پر پاکستاني طالبانو سربیره القاعده او د افغان طالبانو ځينې ډلې خوندي پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

که څه هم تراوسه لا چا ددې حملې مسوولیت ندی منلی خو په دغه قبائلي اجنسۍ کې د ځايي وسله والو ترڅنګ د القاعده جنګيالي هم وخت پر وخت پر پوځ او دولتي تاسیساتو دغه ډول حملې کوي.

د پاکستان ملکي و نظامي مقامات دغه ډلې امنیت ته جدي خطر ګڼي خو د امریکا دمتحدو ایالاتو دپرله پسې غوښتنو او فشارونو سره سره لا هم دهغوی پرضد پوځي عملیاتو ته زړه نه ښه کوي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG