امریکا چاپ، ویکلې سټنډرډ خپرونې، "یو ښه افغانستان، ښه جمهور رییس ته اړتیا لري" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او د پیل په کرښو کي یي راغلي:
جمهور رییس حامد کرزی په دې وروستیو کې ډېرې زیاتې نامعقوله او مضرې خبرې کوې. ده هڅه وکړه، چې له میدان وردګو ولایت څخه چې طالبان په کې فعاله دي، د امریکا خاص ځواکونه وشړې.
د خپرونې په وینا، جمهور رییس کرزي حتی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر واک لاندې زندان د مسولیتونو د انتقال په تړون کې هم د ستونزو رامنځ ته کولو هڅې وکړې.
ویکلي سټنډرډ زیاتوي، تر ټولو بده خو یې لا دا ده چې؛ جمهور رییس کرزي تور ولګاوه چې، طالبانو او امریکایانو د افغانستان پر ضد دسیسه جوړه کړې ده. د همدغه تور له امله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان مجبور شو چې؛ خپلو عسکرو ته د حملو د خطرونو زیاتيدو خبرداری ورکړي.
خپرونه لیکي، له دې څرګندونو او مسالو څخه معلومیږي چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د یوه ښه مشر انتخابول ډېر مهم دي.
دا هم ډېر زیات اهمیت لري چې، د دې ځل انتخاباتو کې باید د جمهوري ریاست د تيرو انتخاباتو په څیر درغلۍ ونشي. د خپرونې په باور، امریکایي ځواکونه باید سر له اوس نه د آزادو او عادلانه انتخاباتو د ډاډمن کیدو لپاره پلانونه جوړ کړي.
ویکلي سټنډرډ وړاندې لیکي، په انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوی یوازي د ستونزې پیل دی. په دې معنی، زیات امکان لري چې، حتی د آزادو انتخاباتو له لارې هم یو کمزوری جمهور رییس چې د کرزي په څير ستر ادارې فساد وزغمې، وټاکل شي. د خپرونې په نظر، که داسې وشي، دا به یو مصیبت وي او دا ځکه چې د موجود حکومت کمزورتیا د طالبانوله لیکو سره د خلکو د یوځاي کیدو ستر عامل دی.
که چیرې افغانان یو ښه جمهور رئیس ونه ټاکې، لږ امکان لري چې په افغانستان کې د امریکا ستره پانګوونه چې په دې هیواد کې د طالبانو او القاعده وو د بیا واکمن کیدو د مخنیوي په مقصد یي کوي، کومه نتیجه ورکړي.
ویکلي سټنډرډ خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي؛ که جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان لپاره راتلونکی مشر نه وي غوره کړی؛ د دې وخت رارسیدلی چې، په افغانستان کې د امریکا سفیر او په کابل کې د "سي. آی. اې" ديره مشر ته هدایت ورکړي چې؛ د کرزي پر ځای د یوه ډېر ښه او غوره کاندید په لټه کې شي او ملاتړ یې وکړي.
طبیعې خبره ده چې دا کار به مختلف عواقب هم ولري. د خپرونې په وینا، کرزی د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا په ملاتړ د بن په کنفرانس کې غوره شوی و او خلک هیله من دي چې، دا ځل به امریکا سم انتخاب کوي.
که امریکا سم انتخاب ونه کړې، د افغانستان او امریکا دواړو امنیتي ګټو ته به ډېر زیات تاوان او زیان ورسیږي.
هفینګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما ته د دې هیواد د دریو سناتورانو د استولې لیک په اړه چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د راایستلو او د جګړې د ختمولو غوښتنه په کې شوي، مقاله لیکلې ده.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا درېیو سناتورانو، جمهوریت غوښتونکي "رانډ پاول" ، ډموکراټ "جیف میرکلې" او د اوهایو ډموکراټ سناتور "شیروډ براوون" له جمهور رییس اوباما څخه په ټنیګه غوښتې چې د افغانستان جګړه دې ختمه کړي او له ۲۰۱۴ م کال وروسته دې په دغه هېواد کې محدود شمير عسکر پریږدي.
ورځپاڼه لیکي، د دغو دریو سناتورانو یوه خوله کېدل یا اتحاد ښیي چې؛ د افغانستان د دولس کلنې جګړې د ختمولو لپاره غږونه یا غوښتنې له ګوندې کرښو اخوا اوښتې دي.
په لیک کې یو بل واقعیت هم په ډاګه ګیږي او هغه دا چې ۲۰۱۴ م کال په افغانستان کي د امریکا د دخالت د پای یا ختمیدو نیټه نه ده.