د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

"د دوشنبې په ورځ د بګرام زندان افغان حکومت ته سپارل کیږي"


د بګرام زندان
د بګرام زندان
له اوږدو خبرو اترو او ناندرو وروسته اوس راپورونه وايي چې؛ بالاخره امریکا او افغانستان، افغان لورې ته د باګرام د زندان په بشپړې ورسپارنې خپلو کې سلا شول.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی؛ ویلي، د دې توافق مهم ټکی دا دی چې، افغان لورې به د بندیانو په برخه کې یو داسې پروسه کاروي چې؛ له مخې یې ډاډمنه شي چې، خطرناک بندیان نه خوشې کیږي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس وايي؛ په دې اړه شوي توافق کې داسې ماده هم شامله ده چې؛ د اختلافاتو د ختمولو لپاره دواړو خواوو ته د شریک کار اجازه ورکوي.

افغان حکومت له ډیره وخته د دې زندان د ورسپارلو غوښتنه کوله؛ خو امریکايي چارواکو اندېښنه لرله، که دا زندان افغان حکومت ته وسپارل شي؛ ښايي ډیر خطرناک بندیان ترې خوشې شي.

له ولسمشر کرزي سره د چک هیګل ټیلفوني خبرې:

د یو راپور په اساس د شنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر چک هیګل د افغان ولسمشر حامد کرزي سره ټیلفوني خبرې وکړې او چارواکو په دې برخه د څو ورځو سختو خبرو اترو وروسته موافقه وکړه چې؛ د باګرام زندان به افغان لوري ته سپاري.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی؛ وايي، د بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې به هغه امریکايي او افغان چارواکي چې؛ د بندیانو په اړه معلومات لري، خپلو کې ګوري څو د خوشي کېدونکو کسانو له خوا ایتلافي ځواکونو ته ممکن خطرونه وارزوي او که چیرې دوی سره په توافق ونه رسیږي؛ بیا به په کې لوړي پوړي چارواکو ښکیلوي.

د پینټاګون ویاند جورج لیټل ویلي، د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د ولسمشر کرزي د هغې ژمنې هرکلی کړی چې ویلي یې دي؛ د دې زندان د انتقال چارې به داسې ترسره کیږي چې؛ په کې به د افغانستان د خلکو او ایتلافي ځواکونو خوندیتوب ډاډمن وي او خطرناک بندیان به د افغانستان د قانون سره سم په یو خوندي ځای کې ساتل کیږي.

د ولسمشر کرزي او چک هیګل موافقه:

تیره اونۍ هم ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د دې زندان پر ورسپارنه خبرې کړې وې او دواړو موافقه کړې وه چې؛ په یوه اونۍ کې به دا مساله هواروي.

له بلې خوا په افغانستان کې لوړپوړي امریکايي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ هم له څواونیو راهیسې د دې مسالې د هواري لپاره له افغان حکومت سره په وار وار خبرې اترې کړي دي.

افغان لورې ته د باګرام د زندان د پاتې برخه سپارل یو له هغو مسالو څخه ده چې؛ په دې وروستیو کې یې پر امریکايي لورې د ولسمشر حامد کرزي پرلپسې انتقادونه را وپارول او د افغانستان او امریکا ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې.
XS
SM
MD
LG