د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۵۶

د پاکستان له راتلونکو انتخاباتو سره اندېښنې تړلې دي


د پاکستان پارلماني انتخابات د مې مياشتې پر١١مه کېږي، په داسې حال کې چې د غير يقيني مالي وضعيت او د پاکستان د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنې په زياتېدو دي، د دغو انتخاباتو په مرسته به د نوي ملي حکومت بڼه ټاکل کېږي.

د پاکستان راتلونکي پارلماني انتخابات ځکه د اهميت وړ دي، چې د يوه منتخب پارلمان د پنځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته ترسره کېږي، دا لومړى ځل دى چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې يو منتخب پارلمان خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي او قدرت په سوله ييز ډول بل پارلمان ته سپاري.

له دغو انتخاباتو سره وېره او اندېښنه هم تړلې، ځکه په مرسته به يې د څلورو ايالتي ادارو په اړه هم پرېکړه کېږي او د پاکستان د ډيموکراسي قوت به هم وازمويي. پاکستان په خپل ٦٦ کلن تاريخ کې څلور ځلې پوځي ډيکتاتوري نظامونه تجربه کړي دي.

تمه کېږي، د پاکستان په ١٨٠مليونه نفوس کې به شا و خوا ٨٦ مليونه کسان په انتخاباتو کې برخه واخلي. د انتخاباتو کميسيون به يو مهالوېش اعلان کړي، چې په زرګونو کانديدان به وکړاى شي د ملي اسمبلۍ ٢٧٢ سيټونو او د څلورو ايالتي پارلمانونو ٧٢٨ سيټونو يا څوکيو لپاره مبارزه پيل کړي.

انتخاب شوي وکيلان به د رايو په اکثريت سره صدراعظم او څلورو ايالتونو ته اعلى ايالتي وزيران ټاکي، ګټونکي چارواکي بيا کولاى شي خپلې ادارې تشکيل کړي.

د انتخاباتو په کميسيون کې يوه عالي رتبه چارواکي محمد افضل اټکل وکړ، چې دغه انتخابات به مثبت نتايج ولري:

”هر ږغ به اورېدل کېږي. هره رايه به شمېرل کېږي. ان شا الله دغه انتخابات به زبردست او په پاکستان کې د ډيموکراسۍ او د پاکستان د عامو خلکو د خوښۍ لپاره ښه هيله وي. دا د ٢٠١٣م کال انتخابات نه، بلکې د ٢٠١٣م کال هيله ده“

خو د دغو انتخاباتو امن ته اندېښنې شته، د پاکستاني طالبانو ډلې د انتخاباتو له ګډونوالو غوښتي چې ډيموکراسي رد کړي. تحريک طالبان پاکستان ډلې د سيکولر ګوندونو له خوا د رايه ورکوونکو پر تنظيم شويو غونډو د بريد ګواښ کړى دى.

د پاکستان د انتخاباتو د کميسيون دې مقام افضل ومنله چې د طالبانو دغه ګواښونه جدي دي.
XS
SM
MD
LG