د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۲

وکیلان: اداري پلاوی نه غواړي چې یوولس وزیران استیضاح شي


د ولسي جرګې یوشمیر غړي وایي، اداري پلاوی نه غواړي چې د کابینې یوولس تنه وزیران د دې جرګې له پخوانۍ پریکړې سره سم استیضاح شي.

سره له دې چې د ولسي جرګې د دریم تقنیني کال له پیل نه نږدې یوه میاشت تیریږي خو لاتراوسه هم نه ده معلومه چې د دې جرګې غړي په څه وخت یوولس تنه وزیران استیضاح کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې؛ د دې جرګې اداري پلاوی په دې هڅه کې دی چې د ولسي جرګې د پخوانۍ پریکړې پر خلاف دا یوولس تنه وزیران په یوه ډول له استیضاح کولوڅخه وژغوري.

د ولسي جرګې دوو تنو غړو محمد نعیم لالي حمیدزي او همایون همایون د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ د دې جرګې اداري پلاوی د حکومت له وزیرانو سره اړیکې لري او نه غواړي چې، دا وزیران استیضاح شي.

ولسي جرګې کابو درې میاشتې مخکې پریکړه وکړه چې؛ د حکومت یوولس تنه هغه وزیران دې استیضاح شي چې په ۱۳۹۰ لمریزکال کې یې له پنځوس فیصدو څخه کمه پراختیایي بودجه لګولې ده.

په دې ډله کې د اطلاعات او فرهنګ، سوداګرۍ او صنایعو، له مخدرو موادو سره د مبارزې، لوړو زده کړو، اقتصاد، ښاري پراختیا، پوهنې، د اوبو اونرژۍ او د دفاع او کورنیو چارو وزیران شامل دي.

خو د دې وزیرانو استیضاح کول د ولسي جرګې د غړو د ژمنیو رخصتیو او ځینو نورو ناندریو له امله وځنډیدل.

د ولسي جرګې اداري پلاوي هغه مهال ویلي وو چې؛ له ژمنیو رخصتیو نه وروسته به د دې وزیرانو استیضاح کول د دوی له کاري لومړیتونوڅخه وي؛ خو لاتراوسه دا کار نه دی عملی شوی.

د ولسي جرګې لومړی منشي انجنیر سید اکرام ټینګار کوي چې؛ اداري پلاوی نه یوازې د حکومت د یوولسو وزیرانو د استیضاح کولو مخه نیسي بلکې ډیر ژر به دا موضوع د ولسي جرګې د عمومي غوڼدې په جنډا کې هم شامله کړي.

که څه هم یوشمیر وکیلان ټینګار کوي چې باید د دوی له پخوانۍ پریکړې سره سم د حکومت یوولس تنه وزیران باید ژر استیضاح شي خو ددې جرګې ځینې غړي بیا له دې استیضاح سره موافق نه دي.

دوی وایي، چې په یو وار د دومره زیاتو وزیرانو استیضاح کول په هیواد کې بحران زیږوي او دا د دوی په خبره ترډیره یوه سیاسي پریکړه ده چې؛ د افغانستان له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي.
XS
SM
MD
LG