د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

“په پاکستان کې ځينې کړۍ خپله ګټه د افغانستان په زیان کې ویني“


د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستانیو چارواکو له هغې خبرې سره موافق نه دي؛ چې ویلي یې دي، د دوی په همکارۍ د افغانستان د سولې په پروسه کې پرمختګونه رامنځ ته شوي.

که څه هم د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګونو ادعا کوي؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ لا هم په پاکستان کې ځني کړۍ شته چې د افغانستان په زیانونو کې خپله ګټه ویني.

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ که د سولې په برخه کې پرمختګ شوی وای نو دلته به نوره جګړه هم بنده شوې وای.

ښاغلی قاسمیار وايي، د پاکستان ملکې حکومت یوازې د افغانستان د سولې لپاره ښه نیت ښوولی او عملي همکاري یې نه ده کړې، خو د دې هیواد ځیني استخباراتي، پوځي مذهبي کړۍ خپله غښتلتیا د افغانستان په کمزورتیا کې ویني.

“واقعیت دا دی، چې د پاکستان ملکي حکومت د افغانستان د سولې په اړه ښه نیت ښوولی؛ خو په دې هېواد کې ځني استخباراتي، پوځي او مذهبي کړۍ شته، چې خپلي ګټي او پياوړتیا زموږ په کمزورتیا کې ویني، دا سم کار نه دی. ښه نیت یوازې زموږ درد نه شي دوا کولای."

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي په دې باور دي، چې که پاکستان خپله رول په رښتینولۍ او چټکۍ سره ادا کړی وای، نو پرمختګ به ورسره مل وای.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس جیلاني د جمعې په ورځ ویلي؛ د افغانستان د سولې په بهیر کې وروسته تر هغه پرمختګ شوی، چې په دې بهیر کې پاکستان ته اساسي ونډه ورکړل شوې ده.

عباس جیلاني ویلي، پاکستان له افغانستان سره په دې اړه مثبتې خبرې کوي او د هر هغه ګام ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې سوله ورسره بریالۍ کېدای شي.

د سیاسي چارو افغان پوهان هم د پاکستان د حکومت دغه خبرې نه مني او په خبره یې چې پاکستان غواړي په دې توګه خپلو طالبانو ته د سولې کولو پيغام ورسوي او په افغانستان کې د سولې په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

د سیاسي چارو یو کارپوه وحید مژده ازادۍ راډیو ته وویل، د سولې په بهیر کې پرمختګ هغه وخت راتلای شي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي، چې لا نه دي پيل شوي:

“پرمختګ هغه وخت کېدای شي، چې افغان حکومت او طالبان د خبرو لپاره پر یوه میز سره کښېني، تر اوسه موږ نه پوهیږو، چې دا خبرې به چېري شوي وي او حتی د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی، پخوا یې ویل چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او اوس هم وايي. زه نه پوهیږم، دغسې پرمختګ چېري او څنګه شوی."

ښاغلی مژده د طالبانو د مشرانو له خولې وايي، چې د دوی لپاره یوازې د قطر دفتر د باور وړ دی او دوی نه غواړي، چې دغه خبري د پاکستان له لارې وشي.

تمه ده، چې ډیر ژر په پاکستان کې عمومي انتخابات وشي؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا وار له مخې د پاکستان له نوي حکومته غواړي؛ چې د افغانستان سوله او امنیت دې د پاکستان سوله او امنیت وګڼي.

شا او خوا یوه نیمه میاشت مخکې د افغانستان په اړه د لندن په درې اړخیزه غونډه کې پاکستان او افغانستان موافقه کړې وه؛ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې د خبرو لپاره یو میکانیزم جوړوي، خو تر هغې وروسته د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان په همکارۍ کې کوم پرمختګ نه دی ترسترګو شوی.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG