د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۱۳

"په نوي کال کې د سولې پایلو ته هیله من یو"


کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ ترکمنستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر لاسته راوړنو او دغه راز د افغانستان د سولې پر بهیر لیکني کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د نوروز په مناسبت په ترکمنستان کې د ولسمشر حامد کرزي څرګندونې نقل کړي؛ چې وایي، په ګډه د نوروز نمانځل، سیمه ییزې همکارۍ ته لاره جوړوي.

ورځپانه د نوموړي د خبرو په دوام لیکي، چې وایي، دا ډول غونډې موږ سره مرسته کوي چې؛ په داسي لیدنو کتنو کې د خپلو فرهنګي علایقو او د هیوادونو تر منځ د اړیکو اوهمکاریو د ټینګښت لپاره ګټور ګامونه پورته کړو.

ویسا ورځپاڼې په خپل بل مطلب کې د سولې د عالي شورا نظر راخیتسی چې؛ وایي، په نوي کال کې د سولې پایلو ته هیله من یو.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د سولې د عالي شورا څرګندونې نقلوي؛ د ورځپاڼې په باور، د سولې په برخه کې دو مره پر مختګ شوی چې؛ په نوي ۱۳۹۲ کال کې اوس موږ تر پخوا زیات هیله منوي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د سولې د عالي شورا د یوه چارواکي نظر راخیستی؛ چې په دې بهیر کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو پر رول ټينګار کړی او زیاتوي چې، د شورا د نوي کال په پلان کې له دوی سره تماسونه هم شامل دي.

ارمان ملي:

آرمان ملي خپلواکي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې ترکمنستان ته د ولسمشر حامد کرزي سفر ته اشاره کړې او زیاتوي چې، په دې سفر کې تر ډيره اقتصادي مسایلو باندي تمرکز و شو.

ورځپاڼه زیاتوي چې ولسمشر کرزي په ترکمنستان کې د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون کونکي هیوادونه په افغانستان کې پانګونې ته و هڅول او دغه راز یې د سیمې د هیوادونو تر منځ پر اقتصادي، سواګریزو او ټرانسپورټي اړیکو تاکید وکړ.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یوه مطلب کې د افغانستان د سولې بهیر او په دې بهیر کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه د سولې د بهیر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې؛ وایي، د افغانستان د سولې په هلو ځلو کې پرمختګ شوی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال جلیل عباس جیلاني خبري نقل کړي او د نوموړي په حواله لیکي چې، پاکستان د هغو ټولو هلو ځلو ملاتړ به وکړي چې؛ په دغه هیواد کې د پخلاینې پروسه بریالی شي.

ورځپاڼې په خپل یو بل مطلب کې ترکمنستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه لیکني کړي.

ورځپاڼه لیکي چې، ولسمشر کرزي په دې سفر کې د منځنۍ آسیا له هیوادونو و وښتل چې په افغنستان کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه چې اوس په افغانستان کې پانګونې ته شرایط ښه برابر شوي دي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د یو شمیر اقتصادي څیړونکو نظر هم نقلوي؛ چې وایي، بهرنی پانګونې د افغانستان د اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري او له دولته غواړي چې په دې برخه لازمې زمینې رامنځته شي.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې، په دې برخه کې هغه څه چې ډیر مهم دي؛ هغه ښه حکومتداري ده، ځکه که چیرې ښه حکومتداري نه وي نو امنیت نشي راتلی او کله چې امنیت نه وي، نو پانګه وال خوندي نه وي.

چمتو کوونکی: محمد قسيم سوله مل
XS
SM
MD
LG