د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

"قندهار او امید"


په واشنګټن کې د بروکنګز تحقیقاتي مرکز د خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان پر حالاتو د "قندهار او امید" تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله د بروکنګز د تحقیقاتي مرکز دوو څيړونکو مایکل اوهانلون او مایکل فلورنوي، چې په وروستیو کې افغانستان ته تللي وو او د کندهار څخه یې هم کتنه کړې ده لیکلي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، چې سره له دې، چې په دې مبارزه کې بری ډيرې لرې څرګندیږي، خو کندهار د جګړې هڅو ته د امیدوارۍ رنګ ورکوي.

د مقالې لیکوالان وايي، چې سیمې ته په سفر کې، چې د ناټو په مرسته ترسره شوی، ولیدل شول، چې دا مبارزه تر ناکامۍ موفقیت ته ډيره ور نږدې ده.

د مقالې لیکوالان وايي، زموږ دا خبرې په دې معنی نه دي، چې د خوشالۍ زیري کوو بلکه موږ افغانستان ته د سفر په شپږمه ورځ کندهار ته ولاړو او تر هغه مخکې مو ږ له کابله د مایوسۍ ډير خبرونه را غونډ کړل.

د دوي په وینا، د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت او امریکا ترمنځ کړکیچ تر بل هر وخت زیات شوی دی؛ په حکومت کې جدي اداري فساد دوام لري، پاکستان لا هم د لانجې د حل لپاره په پراخه پيمانه خپل غیر موثر رول ته دوام ورکړی او له خلکو سره په هره محاوره کې څرګنديږي؛ چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونوتر وتلو وروسته پر وضعیت ډاډ ډير کم دی.

خو د بروکنګز انسټیټیوټ د مقالې لیکوالان وايي، له دې سره هم که چیرې د جنوبي سیمو وضعیت ته کتنه وشي نو د پام وړ پرمختګ شوی او په صادقانه ډول د تشویق وړ دی.

د افغانستان دا برخه ډیره موده د جګړې ډګرګڼل کیده.

دا چې افغانستان یو وار بیا د القاعده شبکې په خوندي پناه ځاي بدل نه شي، د اسلامي خلافت د رامنځ ته کولو لپاره د طالبانو هره هیله ناکامه شي، د کابل په شمول مرکزي سیمې په امن کې وساتل شي او د افغانستان ځوانه ډيموکراسي د لا غوړیدو په لور وپالل شي، پدې هیواد کې د بریالیتوب اساسات بلل ګڼل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د کندهار پرمختګونه، چې په دې څو میاشتو کې لا چټک شوي دي، داسې څرګندوي، چې یادشوي اهداف لاهم تر لاسه کیدلای شي.

فارن پالیسي خپرونې هم د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی، چې سرلیک یې دی؛ "د امریکا متحد ایالات څرنګه د افغانستان ښځې منزوي کړې دي؟"

خپرونه لیکي، اوس چې په افغانستان کې د ناټو اوږده جګړه په رسمي ډول د پای ته رسیدو خوا ته نږدې کیږي، د دې هیواد ښځې یو وار بیا د خپل برخلیک په اړه اندیښمنې دي.

دوي ویره لري، چې د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته، د قدرت د خلا یوه برخه به طالبان ډکه کړي، ښځې به یو وار بیا د پخوانیو زمانو د دودونو او رواجونو عملي کولو ته مجبورې شي.

لکه څرنګه، چې فارن پالیسي لیکي، دا به پدې معنی وي، چې یو وار بیا به ښځې له کار او حکومت څخه وایستل شي او حتی ښايي په ډيرو مواردو ونه لیدل شي.
XS
SM
MD
LG