د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

پاکستان د افغانستان له کرکټ بورډ سره مرسته کوي


پاکستان يوه موافقه لاسليک کړه، چې له مخې به يې د افغانستان کرکټ لوبې ته د زيات ملاتړ، د لوبغاړو د روزنې او په دې جګړه ځپلي هېواد کې د سپورټ د ودې زمينه برابرېږي.

تر ٢٠٠١م کال وروسته کرکټ په افغانستان کې په بيړه تر فوټبال مخکې شو او په يوې محبوبې لوبې بدل شو. د افغانستان د کرکټ ملي ټيم وکړاى شواى په ٢٠١٠ او ٢٠١٢م کلونو کې نړيوالو شل اووريزو لوبو ته لار پيدا کړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ ويلي، د افغانستان له کرکټ بورډ سره يې دغه تړون د تخنيکي او مسلکي مرستو د برابرولو لپاره لاسليک کړى دى.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي په دغو مرستو کې د کرکټ د لوبې او لارښودانو لپاره روزنيز پروګرامونه، د تحليل مهارتونه او نور تعليمي مسايل شامل دي.

دغه بورډ وايي په لاهور کې د پاکستان د کرکټ ټيم ملي اکاډمۍ کې به د افغان لوبغاړو د پرمختيايي پروګرامونو په پلانولو او تنظيم کې هم مرسته کوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ عملياتي مدير سبحان احمد وويل، پاکستان تل د افغانستان د کرکټ ملاتړ کړى دى.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي مشر نور محمد مراد د پاکستان د دې ملاتړ هرکلى وکړ او مهم يې وباله.

مراد ويلي: ”که د کرکټ افغان لوبغاړي او روزونکي د پاکستان د کرکټ بورډ له اسانتياوو ګټه واخلي، افغان ټيم به چټک پرمختګونه ولري“

افغانستان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ، په ۲۰۰۹ کې په لومړي ډویژن کې شامل او د یو ورځنیو سیالیو د تر سره کولو جوګه شو.
XS
SM
MD
LG