د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

"ايران او پاکستان په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو مخه نيسي"


په داسې حال کې چې نړۍ د اوبو نړيوالې ورځې په پلمه-- ٢٠١٣م کال د اوبو د همکارۍ د نړيوال کال په توګه ولمانځه؛ افغانان تمه لري چې د برېښنا د بندونو پر پروژو لانجې به د نورې ناامنۍ سبب نه شي.


په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي؛ اټکل کېږي چې د افغانستان اوبو پر سرچينو لانجې ښايي د سيمه ييز کړکېچ اصلي سرچينه وي.

کابل هيله ښوولې چې د برېښنا د توليد په هدف د بندونو او اوبو لګولو د سيسټم د جوړولو چارې به پرمخ بيايي؛ خو دې مسالې وېرې او اندېښنې راپورته کړي دي.

ايران او پاکستان ادعا کوي چې، دغه اساسي پروژې د ځينو کړکېچونو سبب کېږي. کابل پر دغو دواړو ګاونډيو هېوادونو تور پورې کوي چې؛ د بندونو د دغو پروژو د مخنيوي لپاره په افغانستان کې ناامنيو ته لمن وهي.

درې واړه لوري د پولو په اوږدو کې د اوبو پر وېش کومې موافقې ته نه دي رسېدلي، په ډيپلوماتيک ډګر کې دغه زياتېدونکى کړکېچ د پولو په اوږدو کې د تاوتريخوالي سبب شوى دى.

د مارچ پر اتلمه ولسمشر حامد کرزي د ملي راډيو ټلويزيون او بي بي سي په يوه ګډه مناظره کې ايران او پاکستان تورن کړل، چې د بندونو د جوړېدو او پر اوبو د کنټرول لپاره د کابل د هڅو مخه نيسي.

د نيمروز د ولايتي شورا مرستيال محمد نادر بلوچ وايي؛ ايراني ځواکونه په منظم ډول په سيمه کې غير قانوني تحرکات کوي؛ چې دا د اساسي پروژو په وړاندې خنډ جوړوي:

”په نيمروز کې د ايران ځينې تحرکات پيل شوي دي. دلته د کمال خان بند او ځينو نورو اساسي پروژو مسئله ده چې؛ دولت دلته پيل کړي. دوى کوښښ کوي، د دغو پروژو مخه ونيسي، هغه شرکتونه ووېروي، چې دلته حضور لري او په دې توګه د پروژو د کار په وړاندې خنډ جوړ کړي“

د افغانستان ګاونډي هېوادونه له لسيزو راهيسې له افغانستانه د ورروانو اوبو په اړه اندېښنه نه لري، ځکه لا هم د اوبو د مهارولو او په سمه توګه د کارولو لپاره د افغانستان زېربنايي پروژې په نشت حساب دي، خو ايران او پاکستان د دغو اوبو لپاره بندونه او د اوبو لګولو سيسټمونه جوړ کړي او زياته ګټه ورڅخه اخلي. د افغانستان دوه پر درېيمه برخه اوبه بې له دې چې کومه ګټه ورڅخه واخيستل شي، پردۍ خاورې ته روانې دي.

يوه له اساسي پروژو چې پيل شوې په هرات کې د سلما بند دى، چې د هند له خوا رغول کېږي، د ١٨٠ مليونو ډالرو په ارزښت دغه پروژه به د هغو اوبو مقدار کم کړي، چې ايران ته روانې دي. افغان چارواکي وايي د تهران ډيپلوماتيکه مداخله د دې سبب شوې چې د دې پروژې چارې وځنډېږي.

ايران دغه ډول تورونه رد کړي دي.

بله خوا له پاکستان سره پر پوله هم کړکېچ زيات شوى دى. سيمه ييز کليوال د پاکستان پر امنيتي ځواکونو تور پورې کوي چې د افغانستان پر ختيځو سيمو راکټي بريدونه کوي او په دې توګه د بندونو د جوړېدو مخه نيسي. د افغانستان د کابل او کونړ پر سيندونو ځينې لوى بندونه جوړوي. که دا پروژې بشپړې شي، په دې توګه به پاکستان ته هم د بهېدونکو اوبو اندازه کمه شي.
XS
SM
MD
LG