د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۲۰

ولسمشر کرزي عشق اباد ته په سفر کې پر اقتصادي مسایلو ډیر تمرکز وکړ


افغان چارواکي وایي، چې ولسمشر کرزي د منځنۍ اسیا د هېوادونو پانګه وال وهڅول، چې په افغانستان کې پانګه واچوي.

ولسمشر کرزی په عشق اباد کې د نوي کال د جشن په مراسمو کې له ګډون وروسته تیر ماښام بیرته کابل ته را ستون شو.

په جمهوري ریاست کې چارواکي وایي، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې په تیره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ډیرې مهمې او حیاتي دي.

په عین حال کې د اقتصادي چارو څیړونکي هم بهرنۍ پانګه اچوونه د دې هېواد د اقتصاد لپاره ډیر مهمه بولي، خو وایی چې د بهرنیو پانګه والو لپاره باید په افغانستان کې لازمې زمینې رامنځ ته شي.

که څه هم په ظاهره کې ترکمنستان ته د ولسمشر کرزي د سفر هدف د نوي کال د جشن په مراسمو کې ګډون وو، خو په دې سفر کې یې اقتصادي او سوداګریزو مسایلو ته ډیر پام واړاوه.

افغان چارواکي وایي، چې ولسمشر کرزي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي، ترانسپورتي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ډیر ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا ډول اړیکې په سیمه کې د ودې او پرمختګ سبب ګرځي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې جمهور رییس کرزي په ترکمنستان کې د سیمې د هېوادونو له پانګه والو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د پانګې اچوونې فرصتونه له لاسه ورنه کړي:

"د افغانستان ولسمشر وویل، چې نن له بل هر وخت نه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زمینې ښې برابرې دي او کولای شي له دې فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو د ودې لپاره ګټه واخلو.

دغه راز ولسمشر کرزي وویل، چې په افغانستان کې د پانګې اچوولو لپاره هم ښې زمینې مساعدې شوي او د سیمې د هیوادونو پانګه وال کولای شي د خپلو هیوادونو د پیاوړتیا لپاره ورڅخه ډ یره ګټه پورته کړي."


د ترکمنستان په پایتخت عشق اباد کې د افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان جمهورو رییسانو د نوي کال د جشن په مراسمو کې ګډون کړي وو.

ولسمشر کرزي عشق اباد ته له رسیدو سره سم له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اورګاډي پټلۍ د غځولو موافقه هم د تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره لاسلیک کړه.

د اقتصادي چارو څیړونکي هم د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مهمې بولي خو ټنیګار کوي چې په افغانستان کې لاهم د بهرنیو پانګه والو لپاره لازمینې زمینې نه دي برابرې شوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دلته د پانګې اچوولو فرصتونه ډیر زیات دي،په اقتصادي،کانونو،سوداګرۍ کرنه او داسې نورو برخو کې.

څه چې ډیر مهم دي هغه ښه حکومتداري ده،ځکه که چیرې ښه حکومتداري نه وي نو امنیت نشي راتلی او کله چې امنیت نه وی نو پانګه وال خوندي نه وي.

بله مهمه خبره دا ده چې باید اساسي زیربناوو ته پام وشي چې د پانګه والو ستونزې حل وي."


ده ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګو د جذب لپاره د سړکونو جوړول،د برښنا زیاتیدل،د قوانینو آسانه کول او د لازم امنیت ټینګیدل ډیر اړین دي.

افغان چارواکي وایی، چې دا مهال په افغانستان کې سلګونه ملیونه ډالره خصوصي پانګه اچوول شوې او دوی هڅه کوي چې کورني او بهرني پانګه وال په دې هیواد کې نورې پانګې اچوونې ته هم وهڅوي.

خو څیړونکي وایی چې په تیرو یوولسو کلونوکې د افغان حکومت د سمې نه پاملرنې له امله یوشمیر افغان او بهرني پانګه وال اړ شول چې خپله سلګونه ملیونه ډالره پانګه له افغانستان څخه بیرته وباسي.
XS
SM
MD
LG