د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

په کابل کې د بزګر میله هم ولمانځل شوه


سږ کال د نوروز له ورځې سره یو ځای په کابل کې د بزګر میله هم ولمانځل شوه.

د کابل ښار په بادام باغ کې د افغانستان د کرنیزو محصلاتو او لاسي صنایعو یو نندارتون هم پرانیستل شوی و.

د کرنې او مالدارۍ وزیر هیله وښودله، چې نوي لمریز کال کې به افغانستان ډیره غله تولید کړي.

د نوروز او د بزګر د میلې د لمانځلو په مراسو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو وویل، چې په نوي کال کې د کرنې پیاوړتیا ته یو لړ نوي پروګرامونه په پام کې لري.

د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي په دې اړه مراسمو ته وویل، چې په نوي کال کې د یوه کرنیز بانک او د یو شمېر نویو سړو خونو جوړیدل، د سیلو ګانو بیارغونه او د غلې د ساتلو لپاره د یو شمېر ستراتیژیکو زیرمو جوړیدل په پلان کې دي:

"دا کال چې په مخ کې یې لرو، د افغانستان کرنیز بانک به له سره جوړ شي او د افغانستان د بزګرو، ځمکه والو او کرنې په خدمت کې به شي.

وروسته له ډيرو هلو ځلو سږ کال بریالي شولو، چې په افغانستان کې د لویو او عصري سړو خونو جوړیدو ته بودجه ترلاسه کړو، هیله من یم چې د کال تر پایه ځیني یې جوړې شي او د افغانستان د بزګرو او سوداګرو او کرنیزو کوپراتیفونو په خدمت کې ورکړل شي."


ښاغلي رحیمي وویل، چې سږ کال به د بڼ جوړولو پروژه له یولسو ولایتونو دیرویشتو ته وغځوي.

نوموړي وویل، چې سږ کال په دوه سوو ولسوالیو کې د میوو د پروسس او تړل کېدو د مرکزونو د جوړیدو پلان لري، خو د کرنې او مالدارې وزیر اندیښنه وښودله، چې په افغانستان کې یو شمېر کرنیزې ځمکې د خلکو په میشت ځایونو بدلیږي:

"که چېرې له اوس دغه کرنیزې ځمکې همداسې د خلکو په میشت ځایونو تبدلې شي افغانستان به ډیره ناوړه راتلونکې ولري.

موږ په افغانستان کې په زرګونو او میلیونونو جریبه بایر او لا مزروع ځمکه لرو چې په دې کې ښارګوټي جوړیدای شي، پوهنتونونه په کې جوړ شي، سړکونه پکې تیر شي او د ریل ګاډي پټلۍ پکې جوړه شي.

خو کرنیزه ځمکه ډیر ارزښت لري، موږ باید اجازه ور نه کړو چې زموږ کرنیزې ځمکه همداسې خرابې شي لکه چې اوس کېږي."


د کابل په بادام باغ کې د نوروز د ورځې او د بزګر میلې د لمانځلو په مناسبت د کرنیزو محصولاتو او د لاسي صنایعو یو نندارتون هم پرانیستل شوی و.

د کابل د بېلابېلو سیمو بزګرو ډله یېزې نندارې وړاندې کړې او د دریځ له مخې د مارش په ډول تیر شول.

که څه چارواکو سږ کال هم بزرګرو ته د خدمت ژمنې وکړې، خو بزګرو تل شکایت کړی، چې دغه خدمات سراسري نه دي.

افغانستان یو کرنیز هېواد بلل کېږي، خو خلک او هم ځینې چارواکې دا مني چې په تیرو څو کلونو کې د نړېوالې ټولنې او افغان دولت له خوا لازمه پاملرنه ورته نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG