د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

عبداله اوجلان له ترکېې سره د اوربند اعلان وکړ


د کوردي یاغیانو زنداني مشرعبداله اوجلان له ترکېې سره د اوربند اعلان وکړ.

اوجلان خپلو وسله والو کوردانو ته امر کړی، چې اوربند وکړي او د ترکېې د خاورې له هغو سیمو په شاه شي چې د تیرو نژدې درې لسیزو شخړو په ترڅ کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

د ترکېې په دیار بکر کې چې د ترکېي کوردانو لوی ښار دی، کوردي سیاستوال سیری سوریا اوندر یوې سترې غونډې ته د اوجلان د اوربند اعلامیه ولوسته

"هغه مرحله را رسیدلې چې زموږ وسله وال ځواکونه د ترکېې له پولو ووځي، دا پای نه دی بلکه د یوه نوي باب پیل دی."

لسګونو زرو کسانو چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د دغه اعلان په اوریدو ولولې څرګندې کړې او د د کوردانو د سره، زیړ او زرغون رنګه بیرغونه او د اوجلان تصویرونه یې چې له ۱۹۹۹کال راپدیخوا په ترکېه کې زنداني دی، ښورول.

اوجلان په اعلامیه کې ویلي، چې په ترکېه کې د ډموکراتیکې پروسې ورخلاص شوی، ډزې دې بندې شي او سیاست دې برلاسی شي.

تمه ده، چې د ترکېې حکومت اوس داسې اصلاحات عملي کړي ترڅو د کوردانو د مساوي حقونو مساله یقیني شي او په هغو سیمو کې چې کوردان اوسي، سیمه ییزو ادارو ته ډیرواک ورکړل شي.

دغه راز له هغو وسله والو کوردانو چې د عراق په شمال غرنیو سیمو کې یې مورچلې جوړې کړي هم غوښتل شوي چې خپل سنګرونه خوشې کړي.

د کوردستان د کارګرانو د ګوند پې کې کې مشر مخکې په یوه لیک کې دا خبره کړې وه، چې دی به د نوي کال په ورځ یو تاریخي اعلان وکړي.

د اوجلان د اوربند دغه اعلان نن په دیاربکرکې شاوخوا دوه لکو راټولو شوېو کوردانو ته واورول شو.

د ترکېی په جنوب ختیځو هغو ښارونو او ښارګوټو کې چې اکثریت اوسیدونکې یې کوردان دي، هم نورو لسګونو زرو نورو کوردانو دغه اعلان واورید.

دغه اوربند د ترکېې د استخباراتو له مامورینو سره د څو میاشتو خبرو اترو وروسته اعلانیږي.

د ترکېې د کورنیو چارو وزیر ماومیرګولیر د اوجلان د دغه اعلان په وړاندې عکس العمل ښکاره کړ او ویې ویل، خبره د سولې ده او دا کار باید اوس عملي شي.

اوجلان په ۱۹۹۹ کال کې له نیول کېدو راپدیخوا د ترکېې په یوه ټاپو کې زنداني دی.

له ۱۹۸۴ کال راهیسې چې کوردانو د ترکېې د حکومت پرضد وسلې ته لاس کړی، تر اوسه په شخړو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

د شخړو په کلونو کې د ترکېې د حکومت له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو راپورونو د ترکېې پر هغو هڅو منفي اغیز کړی چې هدف یې له اروپایي اتحادیې سره د دې هېواد یوځای کېدل دي.
XS
SM
MD
LG